د چين د لوه با قوم په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

د لوه با قوم د چين يو کوچنی قوم دی چه وګړی يی له درو زرو تنوڅخه هم کم دی، دوی په عمده توګه د چين د تبت د خودمختارې سيمې د جنوب ختيځ د لوه يو په ناحيه کښی اوسيږی٠ لوه با اصلأ د تبتی قوم د خلکو لخوا د تبت د جنوب ختيځ د لوه يو ناحيې پراوسيدونکو باندی کيښودل شوی لقب دی او معنی يی << د جنوبی خوا خلک >> دی٠ د لوه با قوم خپله ژبه لری، خو قومی ليک دود يی نشته او دوی عمومأ د تبتی قوم له ليک دود څخه استفاده کوی٠ خلک يی پر څو ارباب النواعو او تبتی بوديزم باندی عقيده لری ٠

د لوه با قوم وګړی په عمده توګه په کرنې لګيا دی، خو د وحشی محصولاتو ټولول او ښکار کول هم د دوی په توليدی چارو او ژوند کښی نسبتأ زياته برخه جوړوی٠ د دی قوم د خلکو عنعنوی کورونه د کلا په شان ودانی دی او له ډبرو او لرګيو څخه جوړې شويدی٠دغه ډول کورونه ټينګ او مضبوط دی او ډير ښه دفاعی رول هم لری٠ دوی د خپلو کورونو پر دروازو او داخلی ديوالونو باندی د شيطانانو د شړلو او د نيکمرغۍ د غوښتلو په باب تصويرونه کښلی دی٠ دغه راز پر ديوالونو باندی د ژويو د سرونو زيات هډوکی هم ځوړندی دی چه دا د کور د خاوند د شتمنۍ څرګندوی ده او د ښکاريانو د استعداد سمبول هم دی ٠

د لوه با قوم له لباسونو څخه په پوره توګه د دی قوم زړه وره روحيه څرګنديږی چه د وحشی نباتاتو تارونه او د ژويو پوستکی د دوی د لباسونو د جوړولو دپاره عمده اومه مواد دی، د دی قوم ټول وګړی که نارينه وی يا ښځه مرۍ په غاړه کوی٠ جواری او ږدن د دوی عمده خواړه دی٠

له تاکونو څخه د پل جوړول د لوه با قوم د خلکو ځانګړی مهارت دی٠ د تبت د خودمختارې سيمې د مو تو په ولسوالی کښی د يالوځانګبو سيند دپاسه يو له تاکونو څخه جوړ شوی داسی پل شته چه څه دپاسه دری سوه کلن تاريخ لری٠

د لوه با قوم خلکو په ډيره اوږده موده کښی د ښکار کولو، د وحشی محصولاتو د راټولولو او د زراعتی کښتونو د کرلو په بهير کښی د طبيعت د بدلون د معاينې کولو ځيرک کتونکی طاقت پيدا کړيدی٠ دوی د سپوږمۍ د بدلون ، د اقليم د تغييراتو او د بوټو د مړه کيدو او بيا ژوندی کيدو د قانونيت له مخی د کال، مياشتو او ورځو قضاوت کوی او سيمه ايز خصوصيت لرونکی او ځانګړی جنټری يی جوړ کړيدی چه د شفتالو ګل کول د کال د پيل په حيث بولی او د سپوږمۍ دوولس ځله منظم بدلونونه د يوه کال په حيث پيژنی ٠

هر کال د زراعتی محصولاتو له ريبلو نه وروسته د لوه با قوم خلک د ښو حاصلاتو د رسيدو د نمانځنې دوه ورځنی فعاليتونه اجرا کوی چه دا د دوی عنعنوی اختر دی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040