د کب نيولو لپاره د حوض اوبه راخالی کوی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

وايی چې په لرغونی زمانه کې په چين کې څو څو وړوکی ملکونه موجود وو چې د جين نومی د يوه ملک پاچا د بل ملک چو سره جګړه وکړه او ور ته يی ماتی ورکړه چې په دې توګه د تسلطغوښتنې مقام يی ټينګ شو. خو په هغه وخت کې د جين قوت د چوو نه کمزوری و، نو د جين پاچا له وزير هوا اين څخه پوښتنه وکړه چې زمونږ دښمن زمونږ نه ډېر قوت دی، مونږ به څنګه په جګړه کې دښمن ته ماتی ورکړو؟ وزير هوا اين ځواب ورکړ چې هغه پاچا چې د تحفې سره مينه لری، د زياتو تحفو له منلو څخه ډډه نه کوی او هغه پاچا جګړه مار دی، د ډيرو جګړو په ترڅ کې د حيله ناک تاکتيک څخه هم لاس نه اخلی. تاسی بايد حيله ناک تاکتيک استعمال کړی. ور پسی پاچا د هوا اين لخوا طرح شوی پلان وزير يون جی ته خبر ورکړ څو چې د ده نظريې واوری. يون جی لومړی دغه پلان و نه مانه،خو نور ښه پلان يی نشوی وړاندی کولی، نو مجبورأ د هوا اين له خوا طرح شوی پلان يی قبول کړ او پاچا ته يی وويل چې د کب نيولو لپاره د حوض اوبه خالی کړی، البته کب نيولی شو. خوايا بل کال به له وچ شوی حوض څخه کب نيولی ؟ که ځينګلونه وسوزول شی، ځناور نيولی شو، خو بل کال به هېڅ ځناور نشو نيولی. د تاکتيک له نظره که مونږ يو وار حيله ناک تاکتيک استعمال کړو، دښمن ته ماتی ورکولی شو، خو که بل وار دغه تاکتيک استعمالوو، ښايی چې ماتی به وخورو. حيله ناک تاکتيک د اوږدې مودې لپاره نه استعماليږی. د جين پاچا د هوا اين لخوا د طرح شوي حيله ناک تاکتيک په استعمالولو سره د چوو ملک فوځ ته ماتی ورکړه او خپل هېواد ته د بېرته راتګ نه وروسته يی لومړی يون جين او بيا هو اين ته جايزې ورکړې، د تعجب وړ خبره دا وه چې يون جی د هوا اين نه زياتې جايزې تر لاسه کړې، دا ولی؟ پاچا داسی وويل چې د يون جی نظريه د اوږدې مودې لپاره استعماليدای شی، خو د هوا اين له خوا طرح شوی تاکتيک يوازی د لنډ وخت تاکتيک دی. نو البته د يون جی نظريه د هوا اين له تاکتيک نه ښه او عاقله ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040