د چين د ٌ ناسی ٌ قوم په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

د ٌ ناسی ٌ قوم د چين له ملی اقليتونو څخه شميرل کيږی او نفوس يی څه دپاسه دوه لکو اته اويا زره تنه دی چه په عمده توګه د جنوب لويديځ چين د يون نان په ولايت پوری د ٌ لی جيانګ ٌ په نامه د ٌ ناسی ٌ قوم په خودمختاره ولسوالی کښی اوسيږی او نور لږ شمير يی د سچوان ولايت په ځينو ولسواليو او د تبت د خودمختارې سيمې د مانګ کانګ په ولسوالی کښی ژوند کوی٠ دا قوم خپله قومی ژبه لری٠ هان په ميلادی اوومه پيړۍ کښی د ناسی قوم خلکو هيروغليفی ليک دود ٌ دونګ با ٌ او د موسيقی نوټ يی د ٌ ګه با ٌ په نوم جوړ کړ ، خو دغه دوه ډول ليک دودونه د ناسی قوم په خلکو کښی متداول نه شول٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه هيروغليفی ليک دود ٌ دونګ با ٌ اوس په نړۍ کښی يوازنی داسی هيروګليف دی چه په پوره او مکمله توګه پاتی شويدی٠ څرنګه چه د ناسی قوم د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ سره نژدی اړيکی لری، نو اوس د دی قوم خلک د هان قوم له ليک دود يعنی د چين له ملی ليک دود څخه استفاده کوی٠ د ناسی قوم خلک د ٌ دونګ با ٌ په نامه خپل قومی مذهب لری او ځينی يی پر تبتی بوديزم باندی عقيده لری٠

په اوږده تاريخی موده کښی د ناسی قوم خلکو خپل ځلاند تاريخی کلتور رامنځ ته کړيدی٠ د ٌٌ عصر جوړول ٌٌ په نامه مشهور ادبی اثر د دی قوم د بانی لخوا د نړۍ د جوړلو او له طبعيت سره د مبارزه کولو جريان ترسيم کړيدی چه دا د زحمت او کار د ستايلو او د هلکانو او نجونو ترمنځ د وفادار عشق د څرګندولو په باب يو اوږد حماسی اثر دی٠ ٌ د دونګ با مقدس دين ٌ چه په هيروغليفی ليک دود ٌ دونګ با ٌ ليکل شوی، د ناسی قوم مذهبی شريعت دی٠ دا کتاب له څه دپاسه شل زرو ټوکونو څخه عبارت دی او څه دپاسه يو زر کلن تاريخ لری چه په لرغونی زمانه کښی د ناسی قوم د ټولنيز ژوند دائرت المعارف ګڼل کيږی او د دی قوم د کلتور، تاريخ او مذهب د څيړلو دپاره ډير مهم ارزښت لری٠

د شعر، موزيک او نڅا سره يو ځای کول د ناسی قوم د ولسی هنر يو خصوصيت دی٠ د دی قوم يو شمير سندرې او نڅاوې د چين په دننه او دباندی کښی ډير شهرت لری٠

د ناسی قوم زيات عنعنوی اخترونه لری، مثلأ د نويو غلودانو د خوړلو اختر، د غرونو د عبادت اختر،ٍ د مشعل اختر او داسی نور٠ خو يو ډير لوی اختر يی د زراعتی ألاتو اختر دی٠ د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د هر کال د لومړی مياشتې په پنځلسمه ورځ د دی قوم خلک په بيلا بيلو بازارونو کښی راغونډيږی او د توليدی وسائلو معاملات کوی تر څو چه په پسرلی کښی د زراعتی توليد دپاره تياری ونيسی٠ د دی ورځې ماښام د هرې کورنۍ ټول غړی په خپل کور کښی سره يو ځای خپل عنعنوی خوراکونه خوری او په واټونو کښی د قومی هنری نمايشونه ننداره کوی٠

د ناسی قوم د اوسيدو په سيمو کښی ډير زيات تاريخی اثار او منظره لرونکی ځايونه شته٠ په تيره بيا د لی جيانګ په نامه د ناسی قوم د خودمختارې ولسوالی مرکز لرغونی ښارګوټی ٌ دا يان ٌ ډير ښکلی ښکاری چه واټونه او کوڅې يی ژوری او ارامې دی، زياتې چينې پکښی شته دی، د هر کور په وړاندی اوبه تيريږی او د ولې ونې يی د اوبو په غاړو ولاړی دی٠ دا ښارګوټی په ١٩٩٧ کال کښی د ملګرو ملتو لخوا د نړيوال کلتوری ميراث په حيث ټاکل شويدی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040