د چين د ٌ مو لاو ٌ د قوم په باب معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

د جنوب لويديځ چين د ګوانګ سی د ٌجوانګ ٌ قوم د خودمختارې سيمې په شمالی برخه کښی يوه اوږده منظره داره ناحيه شته ، روايت وايی چه هلته د نيکمرغه مرغه ٌ عنقا ٌ اصلی ځای دی ٠ په دی ناحيه کښی د چين يو لرغونی قوم ٌ مو لاو ٌ اوسيږی چه نفوس يی څه نا څه يو لکو شپيته زره تنه دی٠ دا قوم خپله ژبه لری ، خو قومی ليک دود نه لری او د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ له ليک دود يعنی د چين له ملی ليک دود څخه استفاده کوی٠ د دی قوم خلک د څو ارباب النوعو پرستش کوی٠

د ٌ مو لاو ٌ د قوم خلک په عمده توګه په کرنه بوخت دی او شولې کری، خو د سکرو ايستنه هم د دوی په توليدی چارو کښی مهم مقام لری٠

د دی قوم د استوګنې عادت دا دی چه د يوه فاميل خلک په يوه کلی کښی اوسيږی٠ که څه هم د يوه کلی د اوسيدونکو د فاميل نوم يو شان دی ، خو نيکونه يی بيلا بيل دی، نو د هر يوه نيکه نسلونه په يوه ځای کښی اوسيږی٠ د دوی کورونه اکثرأ له خښتو او کاشيو څخه جوړشوی او څرګند خصوصيت يی دا دی چه دوی د مځکنی بخار په وسيله خوراکونه پخوی او کوټې تودوی٠ مځکنی بخار عمومأ د کور په مرکزی کوټه يا پخلنځی کښی واقع وی او د جوړيدو طريقه يی دا ده چه لومړی په کوټه کښی يو غوچاڼی کيندل کيږی او بيا پکښی له خښتو څخه بخارخانه جوړيږی او د بخارخانې په څنګ کښی يو لوی لوښی ايښودل کيږی، په پای کښی د بخار د دروازې او د لوښی له خولې نه پرته غوچاڼی له خټو څخه ډکيږی٠ په مځکنی بخار کښی اور شپه او ورځ نه مری او په لوښی کښی هم تل تودې اوبه وی٠ څرنګه چه د ٌ مولاوٌ د قوم له اوسيدونکی غرنی سيمې څخه لوګی نه لرونکی سکاره راايستل کيږی، نو د مځکنی بخار د توليدولو او د اوبو د تودولو لپاره د رغو سکرو څخه ګټه اخيستل کيږی ٠

د ٌ مولاو ٌ د قوم د خلکو عمده غله جات جواری او وريجی دی٠ دوی د تروو او تندو خوراکونو او سريښناکو وريجو له خوړلو سره شوق لری٠ د دی قوم اوسيدونکی له تور رنګ سره ډيره مينه لری او عمومأ تور لباسونه اغوندی٠

دا قوم زيات قومی اخترونه لری، د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د هر کال د اتمې مياشتې پنځلسمه ورځ ٌ د منی د نيمايی ٌ اختر دی ، دا ورځ د ٌ مولاو ٌ د قوم د هلکانو او نجونو ترمنځ د اشناکيدو ډير ښه فرصت ګڼل کيږی ٠ دوی په ښکلی لباسونو کښی ډله په ډله بازارونو ته ځی او د سندرو ويلو له لاری معشوقه يا معشوق پيدا کوی ، که يو هلک او يوه نجلی يو له بل سره وپيژنی او مينه پيدا کړی، نو يو او بل ته سوعاتونه ورکوی او بيا وروسته د همدی مينې د لا ژوريدو پر اساس واده کوی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040