د چين د ٌ يی ٌ قوم په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

په چين کښی د ٌ يی ٌ قوم نفوس څه دپاسه شپږ نيم مليونه تنه دی چه په عمده توګه د جنوب لويديځ چين د يون نان ، سچوان او ګوۍ جو په ولايتونو او د ګوانګ سی د ٌجوانګ ٌ قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی ٠ د چين د مصنوعی سپوږمۍ د توغولو مشهور مرکز ٌ سی چانګ ٌ د سچوان ولايت د ٌ ليانګ شان ٌ د ٌ يی ٌ قوم د خودمختارې لويې ولسوالۍ مرکز هم دی٠

ٌ يی ٌ قوم خپله قومی ژبه او ليک دود لری٠ د دی قوم د اکثرو خلکو مذهبی عقيده د طبعيت او اسلافو پرستش کول دی او ځينی خلک يی پر تاويزم او بوديزم باندی عقيده لری٠ دا قوم ډير لرغونی تاريخ لری، څه دپاسه دوه زره کاله مخکښی د دی قوم اسلافو د يون نان او ګوۍ جو په لوړی او د جن شا او لان څانګ سيندونو په غاړو کی ژوند کاوه٠ له ميلادی اتمې پيړۍ نه تر لسمې پيړۍ پوری د ٌ يی ٌ او ٌ بای ٌ قومونو په اوسيدونکی سيمه کښی د نان جاو په نامه يو لرغونی سلطنت جوړ شو٠

ٌ يی ُ قوم د فلسفې، تاريخ ، مذهب او ادب زيات مشهور تاريخی اسناد او اثار لری، مثلأ ٌ د جنوب لويديځ چين د يی قوم تاريخچه ٌٌٌ د دی قوم د تاريخ او دودونو په باب يو مشهور کتاب دی چه د يی قوم په ليک دود ليکل شوی او د دی قوم يو دائرت المعارف ګڼل کيږی٠ حماسی شعر ٌ ميګه ٌ د يی قوم د اسلافو لخوا د دوی د قومی نړۍ د جوړولو بهير بيان کړی چه پکښی ډير عجيب او ښکلی تصورونه ښودل شويدی٠ اوږده قصيده ٌ نجلۍ اشما ٌ د يی قوم د ځوانانواو پيغلو د عشق په باب کيسی ترسيمې کړی او پکښی د دی قوم د خلکو هغه شهامت ترسيم شوی چه له زورزياتۍ څخه نه ويريږی او د خپلې ازادۍ او نيکمرغۍ دپاره کوششونه کوی٠

د يی قوم د خلکو عنعنوی کورونه عمومأ د ډبرو پر بنسټ ولاړ دی، ديوالونه يی له خاورينو خښتو څخه جوړيږی او بام يی مستوی دی چه ورباندی غلې دانې وچيدای شی٠ د يی قوم لباسونه ساده او عادی دی، مګر خاص شکلونه لری٠ د سچوان ولايت د ليانګ شان په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښی د يی قوم نارينه د سروويښتانو کوچنی چونټيانی ساتی او دغه چونټيانی د دې علامه ده چه د نارينه عزت او حيثيت له تجاوز څخه مصئون دی٠دغه راز دوی له دی سره هم شوق لری چه په اوږدو تورو ټوکرانو خپل سر پيچی او پر تندی باندی په مخروطی شکل يوه اوږده غوټه اچوی چه دا د قهرمانی غوټه نوميږی او د نارينه د زړه ورتيا او تکړه والی څرګندونه کوی٠ د دی قوم د پيغلو دری بنديزه لمن د درو ډولو رنګينو ټوکرانو څخه جوړيږی، د نڅا په وخت کښی د پيغلو لمن د باد په څپو کښی خوره کيږی او د يوه غوړيدلی ګل نقشه حاضرينو ته وړاندی کوی٠ د پيغلو سر په اوږدو خطخطی ټوکرانو پټ دی چه دا د ازادۍ او نيکمرغۍ نښه ګڼله کيږی٠

د يی قوم د خلکو د ودونو مراسم ډير په زړه پوری دی ، د ناوې د هرکلی په وخت کښی د زوم خپلوان او دوستان د زوم د وروڼو په مشرۍ له تحفو سره د ناوې کور ته ځی او د ناوې خپلوان او دوستان د خپل کور د دروازې تر شا پټيزی٠ کله چه د زوم خپلوان او دوستان رارسيږی، ورباندی اوبه اچوی او کله چه دوی د ناوې کوټې ته نژدی کيږی، د ناوې خپلوان او دوستان د ديګ په ايرو د دوی مخونه توروی٠ خو که دوی د ناوې کالی ونيولای شی، نو د ناوې خپلوان د دوی د راتګ مخه نشی نيولی٠ په دی وخت کښی به د زوم يو ورور ناوې په شا کوی او د خپل کور خوا ته به منډی ووهی او د ناوې خپلوان به ورپسی زغلی او داسی به ښکاره کوی چه دوی غواړی ناوې بيرته خپل کور ته راولی٠ کله چه ناوې ليری ځای ته ورسی او د خپل کلی له حدودو ووځی، نو دا مراسم هم پای ته رسيږی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040