له اور څخه شاه بلوط اخلی.

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

دغه متل له يوې افسانی څخه راغلی دی، قصه داده چې د اور په سرو ايرو کې يو شمېر شاه بلوطونه پخيدل، يوه بيزو اور ته نژدی ناسته وه او سترګې يی شاه بلوطونو ته نيولی او اوبه يی له خولی څخه توييدی. بيزو وغوښت چې شان بلوط له اور څخه راوباسی. مګر له دې څخه ويريده چې پنجی يی سوزی. په دې وخت کې يوه جنګلی پيشو راغله، مګاره بيزو په خوږو خبرو د دې ساده لوحی پيشو غوره مالی وکړه او ور پسی يی تری وغوښت چې شاه بلوطونه دی له اور څخه راوباسی. پيشو د بيزو د غوره مالی په مقابل کې بی وسه شوه او په پنجو يی د اور له سرو ايرو څخه شاه بلوطونه راوايستل چې په نتيجه کې مخينی پنجې يی د سوزيدو په اثر ټپی شوی، خو بيزو د اور په څنګ کې په مزه داره توګه شاه بلوطونه وخوړل. دغه متل چې وايی له اور څخه شاه بلوط اخلی، هغه وخت ويل کيږی چې پلانکی د بل چا د عوام فريبی تر تحريک لاندی د ده لپاره خدمت کوی، مګر پرته له دې نه چې هېڅ ګټه يی نه اخلی، بلکی ځان ته تکليف پيدا کوی.

ليری اوبه نژدی اور نشی وژلی.

وايی چې د لو کوچنی ملک پاچا په دې انديښمن و چې خپل ګاونډی هېواد چې به پر خپل هېواد باندی تيری وکړی. نو اشراف زاده ګان يی د لوړو څوکيانو په تقرر نورو دوو ګاونډی هېوادونو حين او چو ته وليږل څو چې د دغو دوو هېوادونو سره نژدی اړيکې ټينګې کړي. مګر يوه وزير له دې عمل سره مخالفت وکړ او و يی ويل که د چا زور په سيند کې ولويږی، نو زوی ته د نجات لپاره د جنوبی ليری هېواد يوی څخه غښتلی لامبو وهونکی غواړی. که څه هم د يوی مملکت خلک په لامبو وهلو کې ډېرې تجربې لري، نګر ډوب شوی زوی ته نجات نشی ورکولای. بل مثال دا دی که په کوم ځای کې اور لګيدلی وی، د ځای خلک له ليری سمندر څخه اوبه راوړی څو چې اور مړی کړی. سره له دې چې په سمندر کې اوبه ډېرې دي، مګر اور نشی وژلای. ځکه چې اور لګيدلی ځای له سمندر څخه ډير ليری دی او ليری اوبه نژدی اور نشی وژلی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040