د چين د سالار قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، په نننی پروګرام کی به تاسو ته د چين د ٌ سالار ٌ قوم په باب څه معلومات وړاندی کړو٠

د ٌ سالار ٌ قوم نفوس څه نا څه اته اتيا زره تنه دی چه اکثريت يی د شمال لويديځ چين د چينګ های په ولايت پوری د ٌ سيون هوا ٌ په نامه د سالار قوم په خودمختاره ولسوالۍ او نورو څو ګاونډيو ولسواليو کښی اوسيږی او لږ شمير يی د ګان سو د ولايت او د شينجيانګ د خودمختارې سيمې په ځينو ځايونو کښی ژوند کوی٠ دوی خپله قومی ژبه وايی ، خو قومی ليک دود نه لری او عمومأ د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠ سالارئيان د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او په کليو کښی يی زيات جوماتونه ليدل کيږی٠

د چين د ٌ يوان ٌ په سلسله يعنی د ميلادی ديارلسمې پيړۍ په نيمايی کښی د منځنی أسيا د سمرقند ځينی اوسيدونکی د چين د شينجيانګ له لاری د چينګ های ولايت د سيون هوا ولسوالۍ ته مهاجر شول ، دوی په اوږده موده کښی د محلی ځايونو د تبت، خوی، هان او منګوليا قومونو له خلکو سره ګډ ژوند او ودونه وکړل او نسل په نسل دومره زيات شول چه يو قوم ترې جوړشو او د ٌ سالارٌ په نوم ياديږی٠ د چين د سالار قوم د ژبې، نژاد، ولسی رواياتو، تاريخی اسنادو، دودونو او د توليدی چارو د خصوصيتونو د څيړنې له مخی دا ثابته شوی چه دا قوم د منځنی أسيا له قومونوسره نژدی تاريخی اړيکی لری٠ سالارئيان د ترکانوخصوصيتونه لری چه بدن يی لوړ او تکړه دی ، مخونه يی نسبتأ اوږد او لږ څه سره ښکاری ، پزه يی لوړه او سترګې يی مدورې دی٠ د سالار قوم نارينه ګڼ ويښتان لری ، اوږدی ږيری ساتی او د غشی له ويشتلو سره مينه لری٠

د سالار قوم خلک عمومأ د لويې کورنۍ په ويشلو سره ژوند کوی چه د نژدی رګ لرونکې کورنۍ په يوه سيمه کښی اوسيږی٠ د دوی کورونه عمومأ داسی دوه پوړيزې ودانۍ دی چه له خاورو او لرګيو څخه جوړ يږی او بام يی مستوی دی٠ هر کور يی ځانګړی انګړ لری او د انګړ ديوال يی هم خاورين دی چه په انګړ کښی ګلونه او د ميوو ونې وده کوی٠ د دی قوم خلک عمومأ په کرنې او چوپانی پوخت دی او عمده غله جات يی غنم او قره باش دی ٠

د سالار قوم لباسونه د چين د خوۍ قوم له کاليو سره مشابه دی٠ نارينه يی سپينه يا توره مدوره خولۍ په سر کوی ، په دوبی کښی سپين کميس او تور واسکټ اغوندی او په ژمی کښی عمومأ پوستين اغوندی، ښځې يې څادر په سر کوی ، رنګا رنګ ښکلی کميس او تور واسکټ او اوږد پطلون اغوندی٠

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د سالار د قوم په باب څه معلومات واوريدل٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040