د چين د نو د قوم په باب ٍڅه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:02

دا دچين بين المللی راډيو دٍه، ګرانو اوريدونکو، په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د نو د قوم په باب څه معلومات وړاندی کړو٠ د نو د قوم نفوس يوازی اوه ويشت زره تنه دی او په عمده توګه د جنوب لويديځ چين د يون نان په ولايت کښی اوسيږی٠ دا قوم خپله ژبه لری، خو قومی ليک دود نه لری٠ د نو د قوم اکثر خلک پر سرغونی مذهب يعنی څو ارباب الانواعو باندی عقيده لری ٠ د نو د قوم خلک له لرغونی زمانې راهيسی په کرنې بوخت دی او لاسی صنعت يی ډير پرمختللی دی٠ د دی قوم د خلکو کورونه عمومأ له لرګيو يا باڼسو څخه جوړ شوی او له باندينی او دننی دوو کوټو څخه عبارت دی٠ باندينی کوټه د ملاقات کوټه ده چه پکښی يو يا څو منقلونه شته او ورباندی د ډوډۍ او نورو خوراکونو د پخولو دپاره اوسپنيزه يا ډبرينه دربلۍ ولاړه ده٠ دننه کوټه د خوب ځای دی٠ عمومأ د کور ديوالونه د لرګيو يا باڼسو له تختو څخه جوړيږی او بام يی د لرګيو يا ډبرو په تختو پوښل کيږی٠ د دی قوم نارينه عمومأ د جوټ له ټوکرو څخه جوړ شوی اوږد قومی لباس او لنډ پطلون اغوندی ، اوږد ويښتان ساتی او د اکثرو نارينه وو تر کيڼ غوږ لاندی د مرجان واښکی ځوړندی وی، د ملا په کيڼه خوا يی چاړه تړلی وی او لينده او د غشی بکس په ښی اوږه کوی چه دا د تورياليتوب او زړه ورتيا نښه ده٠ د نو قوم ښځې د جوټ له ټوکرو څخه جوړ شوی قومی لباس او اوږده لمن اغوندی او له دی سره شوق لری چه د رنګارنګه مريو څخه جوړ شوی هار په غاړه کړی٠ ځينی ښځې يی هغعه سنګارونه چه له مرجان ، عقيق ، کونجکی او نقره يی سکو څخه جوړ شوی، په سر او ټټر کوی او ډير لوی ژيړ غوږوالی په غوږو کوی٠

د ٌ يوې دو ٌ په نامه د نو د قوم يو ډول قومی لباس ډير مشهور دی او څرګند خصوصيت لری٠ دغه لباس د ښخو لخوا په لاس اودل شوی او تکنالوجيکی سويه يی ډيره لوړه ښکاری چه نارينه په ورځ کښی هغه اغوندی او شپه ورڅخه د بړستن په توګه استفاده کوی، ښځې دا لباس د پيش بند په توګه په ملا تړی چه هم خپل بدن تودولای شی او هم د نورو کاليو د کرغيړنيدو مخه نيولای شی٠ نو دغه ډول خاص لباس د نو قوم د خلکو ډير خوښيږی٠ د دی قوم ښځې له نجليتوب څخه په لاسو د پسو له وړيو څخه تار ريشی او له دغو تارونو څخه په استفادی سره جرابی اويی٠پيغله بايد پخپله اودل شوی جرابی خپل معشوق ته د سوغات په توګه ورکړی٠ که ځوان دا سوغات ومنی، دا به د پيغلې د مينې د منلو معنی ولری٠ که څوک غواړی چه د يوه ځوان د کوږدې په باب معلومات ترلاسه کړی، نو يوازی ګوری چه هغه په پښو وړينی جرابی کوی که نه ؟

د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی، هر کال د دريمې مياشتې پنځلسمه ورځ د نو د قوم لوی اختر دی چه د غرونو د عبادت اختر ياديږی٠ په دی ورځ ټول کليوال سره يوځای په محلی غرونو کښی د استالاکتيت غار ته ننوځی او تر استالاکتيتونو لاندی رالويدلی څاڅکی اوبه راټولوی٠ دوی دا اوبه د ٌ رب النوعو د شيدو ٌ په حيث بولی او کورته له بيرته تللو نه وروسته دا اوبه تخمونو ته شندی او له دی لاری دعا کوی چه د غلودانو ښه حاصلات لاس ته راشی، دغه راز دوی دغه اوبه سرکی او شراب ته هم اچوی تر څو چه د څښلو نه وروسته روغتيا وساتی٠

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د نو د قوم په باب څه معلومات واوريدل٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040