ونې ته خيژی او کب نيسی.

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

دوه زره کاله دمخه په چين کې څو ملکونه وو چې په ختيځ کې د چی نومی يو ملک موجو و او ددې ملک پاچا غوښتل چې نور ټول ملکونه له ستونې څخه تير کړی، خو د وخت حکيم منفوسيوس ده ته توصيه ورکړه چې دغه نيت له لاسه ورکړی. ور ته يی وويل چې که د ټولو ملکونو د وحدت هدف سر ته ورسيږی، بايد لومړی په خپل ملک کې سياسی اصلاحات تر سره کړی، د خير خواهی سياست وچلوی، څو چې د خلکو ژؤند ارام شی او د خلکو ملاتړ لاس ته راوړی. که د زور په واسطه په نورو باندی تسلط تحميل کړی، نو ستاسی هدف نشی تر سره کيدای. دغه متل چې ونې ته په ختلو کب نيسی، د چی له پاچا سره د منفوسيوس د مرکې څخه راغی چې دغه مرکه پهدې ډول ده__منفوسيويس وويل ستاسی مقصد څه دی چې د ټولو عسکرو په راسمبالولو سره په نورو باندی حمله کوی؟ پاچا ځواب ورکړ چې مقصد می زما د غبتی ارزو پوره کول دی. غټه ارزو دې کومه ده؟ پاچا خندا وکړه او هېڅ يی ونه ويل. منفوسيوس بيا تپوس وکړ چې ايا خوندور خوراک او لوکس کالی کافی نه دی؟ ښکلی ښکلی هنری شيان يا خوندور اهنګونه نشته او يا مزدوران او نوکران کم دي؟ خو ستاسی لپاره داسی شيان کم نه دي. پاچا وويل نه، دا ټول نه دي. پوه شوم چې ستاسی تر ټولو لويه ارزو دا ده چې غواړی ټوله دنيا لاسته راوړی او باداری ولټوی. که ستاسی هدف همدغه دی، نو لکه څنګه چې ونې ته خيژی او کب نيسی، ستاسی هدف د تل لپاره نشی سر ته رسيدای. پاچا وويل چې دومره بده نتيجه به راشی؟ منفوسيوس ځواب ورکړ او و يی ويل چې حتی له دې نتيجې نه به هم بده وی. که د کب لپاره ونې ته خيژی، يوازنی بده نتيجه دا ده چې کب نشی نيولی او هېڅ ضرر ونه رسوی، که ستاسی د نيت سره سم په نورو باندی تجاوز وکړی، نه يوازی دا چې خپل مقصد نشی سر ته رسولای،بلکه له ډيرو بدو نتيجو سره به مخامخ شی. دغه متل چې ونې ته خيژی او کب نيسی، غلطه طريفه او عبث کار تشبيه ورکوی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040