د چين د سيبه د قوم په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:02

د سيبه د قوم نفوس څه ناڅه يو لکه اويا زره تنه دی او اکثريت يی د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د څابچال د سيبه د قوم په خودمختاره ولسوالی کښی اوسيږی او نور يی د شمال ختيځ چين په ځينو ځايونو کښی ژوند کوی٠

له ميلادی شپاړسمی پيړۍ نه دمخه د سيبه د قوم ټول خلک په شمال ختيځ چين کښی اوسيدل٠ په اوولسمه پيړۍ کښی د دی قوم خلک د چين د << چينګ >>د امپراطورۍ لخوا په هغه اته بيرغيز پوځ کښی شامل شول کوم چه د امپراطورۍ د مستقيمې ادارې لاندی ؤ٠ په ١٧٦٤ کال کښی د << چينګ >> د امپراطورۍ حکومت د شمال لويديځ چين د سرحدی امنيت د ښه ساتلو دپاره د سيبه د قوم څه دپاسه يو زرو اووه سوه پوځيان او د دوی د کورنيو څه دپاسه دری سوه غړی له شمال ختيځ چين څخه د شينجيانګ د ايی لی ناحيې ته وروليږل تر څو چه هلته هم شاړی مځکې ابادې کړی او هم له سرحداتو څخه ښه دفاع وکړی٠ دغو پوځيانو د څابچال د ناحيې شاړې مځکې په زرګونو هکتارو زراعتی مځکو بدلې کړې٠ د نولسمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کښی د سيبه د قوم اته سوو تنو عسکرو د << چينګ >> د سلسلې له نورو پوځونو سره يو ځای په شينجيانګ کښی د انګريزی استعمار د ګوډاګيانو د ناوړه قيام او شورش د ځپلو او پر ايی لی باندی د تزاری روسيې د تيری سره د مقاومت په جګړو کښی برخه واخيسته، د شينجيانګ سيمه يی بيرته د دښمنو له منګولو ازاده کړه او د چين په لويديځو سرحداتو کښی يی پوره امنيت ټينګ کړ٠

د سيبه قوم خپله ژبه او ليک دود لری او خلک يی د چين ملی ژبه، ويغوری ژبه او قزاقی ژبه هم ويلای شی٠ دا قوم په ادب او هنر کښی لوی لاس لری، د دوی کيسی، ولسی سندرې ، افسانې، روايات ، اشعار، ډرامی او ناولونه ډير په زړه پوری دی٠ اوږده قصيده چه نومونه يی<< له اجدادی کور څخه جلا کيدل>> او << د کاشغر ستاينه >>دی، هغه ولسی منظومی کيسې دی چه د خلکو په زړونو کښی ژور تاثير لری او د کلونو کلونو راپديخوا خوله په خوله زمزمه کيږی٠ د سيبه د قوم خلک له نڅا او سندرو سره ډيره مينه لری ، سندرې او موزيک يی زړونو ته لار پيدا کړی او نڅا يی د نندارچيانو احساسات راپاروی٠ د دی قوم ښځې په ګلدوزی کښی ډير ښه مهارت لری، دوی پر خپلو کاليو ، بوټانو،جرابو، بالښتونو او دسمالونو باندی ډير ښکلی ګلونه، مرغان او ژوي ګلدوزی کوی، د اس ځغلول، غيږی نيول او ټال وهل د سيبه د قوم عنعنوی سپورتونه دی، د دی قوم ټول خلک که نارينه دی که ښځې، که زاړه دی که ماشومان، د غشی د ويشتلو له لوبې سره ډير شوق لری٠ که د چا په کور کښی زوی پيداشی،نو رواج دا دی چه هغه به د خپل کور د لويې دروازې دپاسه د سره سيم په وسيله يوه کوچينی لينده او غشی ځوړندوی ، کله چه دا هلک پنځو شپږو کالو ته رسيږی، د اس د سپرلې او غشی ويشتلو په زده کړی پيل کوی٠ د څابچال د سيبه د قوم خودمختاره ولسوالی په چين کښی د غشی ويشتلو په کور ياديږی او د سيبه د قوم ځينو مشهورو غشی ويشتونکو ورزشکارانو څو څو ځله د چين او نړۍ د غشی ويشتولو په اتلوليو سياليو کښی طلايی مدالونه هم ترلاسه کړيدی٠

اوس د سيبه د قوم خلک په عمده توګه په کرنه او مالدارۍ بوخت دی ٠ دوی د << سامان >> او << لاما>> پر مذهبونو باندی عقيده لری٠ د چين د زراعتی جنټری له مخی د ميلادی ١٧٦٤ کال د څلورمې مياشتې په اتلسمه نيټه د دوی اسلاف له شمال ختيځ چين څخه شمال لويديځ چين ته لاړل، نو د سيبه د قوم خلک هر کال په درنو مراسمو سره د دې ورځې يادونه کوی او دا ورځ ورو ورو د دی قوم په لوی اختر بدله شويده٠

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د سيبه د قوم په باب يو لړ معلومات واوريدل٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040