ونه چپه شوه، بيزوګان تيت اوپرک شول

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

کيسه يی دا ده چې څه نا څه زر کاله دمخه د جنوبی سون په سلسله کې يو سړی چې څاو يون نوميده، څرنګه چې هغه د وخت د صدر اعظم چينګ کوای سره نژدی اړيکې درلودلې، رتبه يی ډېره لوړه شوه. نو په ټاټوبی کې ډېرو کسانو د ده غوړه مالی وکړه، خو د ده د ښځې مشر ورور چې لی ده سين نوميده، هېڅکله يی د ده درناوی و نه کړه، سره له دې چې هغه يوازی د کلي مشر دی، څاو يون دا نظر درلود چې لی ده سين يوازی د کلي مشر دی، خو جرات لری چې د ده درناوی نه کوی، نو ډېر قهر شو او ولسوال ته يی امر ورکړ چې ورباندی فشار واچوی او مشکلات ور پيدا کړی، خو لی ده سين هېڅکله سر نه ټيټاوه. ور پسی صدر اعظم چينګ کوای مړ شو، د ده پيروان او تابع کسان په پرله پسی ډول تيت او پرک شول، د څاو يون رتبه هم تنزيل شوه، لی ده سين سمدلاسه يوه مقاله وليکله چې عنوان يی و، ونه چپه شوه او بيزوګان تيت او پرک شول. په مقاله کې صدر اعظم چينګ کوای د ونې او څاو يوان او نور پيروان د بيزوګانو تشبيه کوی. بيزوګان د ونې تر سيوري لاندی نيک ژوند کوی، کله چې ونه چپه شوه، بيزوګان د مجبوريت له مخې تيت او پرک شول. لی ده سين خپله مقاله څاو يوا ته وروليږه، څاو يون چې دغه مقاله ولوستله، ډير په قهر شو. په بله مقاله کې ليکل شوی چې چينګ کوای د صدارت عظمی درجې ته د نه رسيدو نه مخکی يو ښوونکی و او ژوند يی ډير خراب و. نو د زياتو شکايتونو له امله يی يو بيت وليکه چې ويل يی که د درو سوو مو په مساحت د شولو پټی لرم، د بيزوګانو مشر و نه بولم. هغه خپل شاګردان د بيزوګانو په توګه تشبيه وکړه او ځان يی د دوی مشر وباله. نو ځکه لی ده سين د چينګ کوای پيروان د بيزوګانو په توګه تشبيه کړل او په دوی يی ملنډی ووهلې. بله خبره خو اد ده چې د چينګ کوای په نوم کې کوی چې چينی ژبه د ونېمعنی لری. د دی ملنډی وهونکی مقالې عنوان چې ونه چپه شوه، بيزوګان تيت او پرک شول، د يوه متل په توګه استعماليږی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040