د چين د جينګ د قوم په باب معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د  جينګ  د قوم نفوس څه دپاسه اتلس زره تنه دی او زياتره يی د جنوبی چين د ګوانګ سی د جوانګ د قوم په خودمختاری سيمې پوری د بيک بو د خليج د  وان وۍ،  وو تو او  شان سين  په درو ټاپوګانو کښی اوسيږی٠ دا قوم په پخوانی زمانه کښی د ويتنام  يا  ان نان  په نوم ياديده او په ١٩٥٨ کال کښی د دی قوم د خلکو له ارزو سره سم د چين د حکومت په منظورۍ ورباندی د  جينګ  نوم کيښودل شويدی٠

د  جينګ  د قوم اسلاف تقريبأ پنځه سوه کاله دمخه په وار سره د ويتنام د های فونګ له سيمې څخه چين ته په کډه راغلی او د اوسيدو سيمې يی ويتنام ته نژدی دی٠

د جينګ قوم خپله ژبه لری او اکثر خلک يی د چين ملی ژبه او ليک دود استعمالوی٠ د دی قوم شفاهی ادبيات ډير غنی دی چه پکښی شعرونه مهم مقام نيسی٠ د جينګ د قوم خلک د سندرې له ويلو سره ډير شوق لری چه د سندرو اهنګونه يی له ديرشو ډولو څخه زيات دی او محتويات يی په عشق، واده او کبنيونی پوری اړه لری٠ هر کله چه کب نيوونکی د بيړۍ په چلولو سره سمندر ته ځی يا له سمندر څخه بيرته بندر ته راځی، دوی عمومأ د سندرې په ويلو سره خپل له خوشۍ څخه ډک احساسات څرګندوی٠ دغه راز د جينګ قوم خپلې قومی نڅاوې، ډرامی او موسيقی الات هم لری٠

د جينګ د قوم خلک په عمده توګه په سمندری کبنيونی بوخت دی او هر نارينه يی د کب نيولو تکړه ماهر دی٠ د دوی کورونه له خښتو او کاشيو څخه جوړيږی او د سمندری طوفان سره مقاومت کولای شی٠ دوی عمومأ وريجی او کبان خوری٠ د جينګ د قوم ښځې تنګ، لنډ او ګريوان نه لرونکی کميس او اوږد او ارت پتلون اغونډی، د نارينه وو لباس يی تر زنګون پوری اوږد دی٠

د جينګ د قوم اکثره خلک د تاويزم پر مذهب باندی عقيده لری او لږ شمير يی کاتوليکان دی٠ پرته د چين له عنعنوی پسرلنی اختر نه د سندرې ويلو اختر د دوی ډير دروند او له خوشحالۍ څخه ډک قومی جشن دی٠ وايی چه ډير پخوا يوه ښکلی سندره غاړه خاپيری د جينګ د قوم د اوسيدو سيمې ته ورغله او خلکو ته يی د سندری او نڅا د ورزده کولو په پلمه دوی راسمبال کړل چه له ارتجاعی حاکمانو سره مبارزه وکړی٠ د دی قوم خلکو د هغې ډير احترام کاوه او نسل په نسل به يی د سندرې ورزده کولو له لاری دا خاپيری يادوله چه په دی توګه د جينګ د قوم يو ستر جشن رامنځ ته شويدی٠

د جينګ قوم د چين يو داسی يوازنی ملی اقليت دی چه د سمندر په غاړه کښی ژوند کوی٠ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسۍ په رڼا کښی د دی قوم خلک پرته له کب نيولو څخه په کرنې، د کبانو د چمتوکولو په چارو او د مرغلرو په روزلو هم بوخت دی٠ اوس د دی قوم د خلکو د اوسيدو دری ټاپوګان د سمندری ديوالونو په وسيله له لويې وچې سره يو ځای شوی او په ټاپووزمی بدل شوی او له لويې وچې څخه خوږی اوبه پټيو ته هم راوړل شويدی٠ پخوا د دی قوم د خلکو غله جات کم و، خو اوس د غلودانو له نظره د دوی اړتيا په خپله پوره شوی او عائدات يی هم کال په کال زيات شويدی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040