د ٌ موينبا ٌ قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د ٌ موينبا ٌ قوم په عمده توګه د تبت د خودمختارې سيمې د جنوبی برخې د ٌ موين يوٌ او ٌ موتو ٌ په ناحيو کښی اوسيږی٠ دا قوم خپله ژبه لری ، خو له تبتی ليک دود څخه استفاده کوی٠ د ٌ موينبا ٌ د قوم هيوادوال په عمده توګه په کرنې بوخت دی او شولې کری، دغه راز دوی په مالدارۍ او ښکار هم لګيا دی او له باڼسو او تاکونو څخه د مصنوعاتو او ورځنيو شيانو له جوړولو سره لوی لاس لری٠ د دی قوم نارينه او ښځې سور اوږد بالاپوش اغونډی او ژيړ يا تور نمدی خولۍ په سر کوی، د موينبا قوم ښځې بنګړی او غوږوالی تړی ، د نارينه په ملا چاړه ځوړنده ده ٠ د دی قوم ټول خلک که نارينه وی يا ښځې د شرابو او نسوار له څښلو سره شوق لری ٠ د دوی عمده غله جات وريجی او جواری دی٠ د موينبايانو د تدفين عادت په اوبو کښی د مړی ډوبول دی او ځينی يی تر مځکې لاندی د خښولو يا سوځولو عادت هم لری ٠ د ٌ موينبا ٌ قوم اکثره خلک پر تبتی بوديزم باندی عقيده لری٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040