د چين د ٌ دونګ سيانګ ٌ قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د ٌ دونګ شيانګ ٌ قوم د چين له لسو مسلمانو قومونو څخه شميرل کيږی چه نفوس يی څه دپاسه دری لکه اويا زره تنه دی او په عمده توګه د چين د شمال لويديځ د ګان سو په ولايت پوری د دونګ شيانګ قوم په خودمختاره ولسوالی او شاخوا څو ولسواليو کښی اوسيږی٠

دا قوم د ميلادی ١٤ پيړۍ په دوهمه نيمايی کښی د ٌ شی شيا ٌ د سلطنت او د چين د شينجيانګ او منځنی أسيا له مسلمانانواو ځينو منګوليائيانو څخه جوړشو، څنګه چه دوی له اوږدې مودې راهيسی د ګان سو د ولايت د دونګ شيانګ په ولسوالی او شاوخوا ځايونو کښی ژوند کوی، نو قوم يی هم ٌ دونک شيانګ ٌ نوميږی٠

د ٌ دونګ شيانګ ٌ قوم خپله ژبه لری چه زيات لغتونه يی د مغولی ژبې سره يو شان او يا مشابه دی، خو ددی قوم خلک د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠

د ٌ دونګ شيانګ ٌ د قوم د خلکو کورونه ځانګړی انګړ لری او د انګړ ديوالونه يی دری متره لوړ دی او له خاورو څخه جوړيږی٠ په انګړ کښی خالی مځکه هم شته او عمومأ د انګړ په دواړو خواوو کښی ودانی ولاړې دی چه تر ټولو ښه کوټې يی د کور د مشرانو کوټې دی٠

د دی قوم ښځې جالی لستوڼی لرونکی کالی او ښکلی لمن اغوندی او هغه لوړ پونده لرونکی بوټونه په پښو کوی کوم چه تلی يی د لرګيو څخه جوړيږی او پر مخ باندی يی ګلدوزی کيږی٠ نارينه غټ بالاپوش اغوندی ، په ملا کښی کمربندی تړی او چاړه ځوړندوی٠

د دی قوم خلک د ٌ هوا اړ ٌ په نامه د خوږو قومی سندرو له ويلو سره شوق لری٠ دغه راز د ٌ هوا اړ ٌ ويل د هلکانو او نجونو ترمنځ د احساساتو د تبادله کولو او د عشق او مينې د څرګندولو ښه طريقه هم ده٠

د ٌ دونګ شياو ٌ خلک نه يوازی د اسلامی اخترونه نمانځنه کوی، بلکه د چين د زراعتی جنترۍ له مخی د هر کال د لومړی مياشتې پنځلسمه ورځ هم د دوی اختر دی٠ د دی اختر د شپې لخوا هلکان او ځوانان د مشعلونو په پورته کولو سره له کليو څخه وځی او د غرونو په کږو لارو کښی منډی وهی کله چه اور د شپې په هوا کښی ښوريږی، نو ډيره ښکلی منظره جوړوی ٠ د دی قوم په روايت کښی ويل کيږی چه د مشعلونو زياتوالی او سوروالی د دی کال د غنمو د ښو حاصلاتو څرګندوی دی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040