د ٌ اوروچن ٌ قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د ٌ اوروچن ٌ قوم د نفوسو د شمير له لحاظه د چين له کوچنيو قومونو څخه شميرل کيږی چه نفوس يی يوازی څه نا څه اووه زره تنه دی او په عمده توګه د چين د شمالی برخی د داخلی مغولستان د خودمختارې سيمې په اړه د اوروچن په خودمختاره ولسوالۍ او شاوخوا ولسواليو او د چين د شمال ختيځې سيمې د هيلوجيانګ د ولايت په ځينو ځايونو کښی اوسيږی٠

پخوا د ٌ اوروچن ٌ د قوم خلک نسل په نسل په غرونو او ځنګلونو کښی ښکار کاوه او دائمی استوګنځی يی نه درلود ٠ د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې څخه دوی د ولسی حکومت په مرسته خپل دائمی کورونه جوړ کړل او په ارام ژوند يی پيل کړيدی چه هم په ښکار او هم د ژويو په روزنې بوخت دی٠ څرنګه چه د شملی پيړۍ له اتمې لسيزې څخه په چين کښی د وحشی ژويو د ساتلو په باب قانون تطبيق شوی ، نو د ٌ اوروچن ٌ د قوم هيوادوالو په پوره توګه له ښکار څخه لاس اخيستی او اوس د ژويو په روزنې او کرنې لاس پوری کوی٠

د ٌ اوروچن ٌ قوم خپله ژبه لری ، خو قومی ليک دود نه لری او عمومأ د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠ د دی قوم خلک د سامان پر دين باندی عقيده لری او د اسلافو او طبيعی شيانو پرستش کوی٠

ځکه چه دا قوم پخوا ښکاری قوم ؤ ، نو د دوی ژوند او کلتوری هنر د ښکاريانو له خصوصيتونو څخه ډک دی٠ د هوسيو او ګوزونو په شمول د ژويو غوښې د دوی عمده خوراکونه دی، خو څرنګه چه پخوا ښکاری اس او ښکاری سپی د ښکاريانو لازمی همکاران وو، نو ددی قوم خلک هيڅکله اس او سپی نه وژنی او د دغو دوو ژويو غوښې هم نه خوری٠ د کرنې د انکشاف په اثر اوس د ٌ اوروچن ٌ د قوم هيوادوال نور غلوجات هم خوری٠ د دوی لباسونه عمومأ د ژويو له پوستکو څخه جوړيږی، د دی قوم ښځې د هوسی له پوستکو څخه د کاليو او خوليو د ګنډلو په برخه کښی ډير ښه مهارت لری٠ د ٌ اوروچن ٌ د قوم د خلکو خولۍ د هوسی د سر په شان دی چه هم ډير ښکلی او هم تودې دی٠ دغه راز د دی قوم ښځې د ګلدوزی په برخه کښی هم لوی لاس لری او د بهوج د ونې له پوستکو څخه ډول ډول ورځنی شيان او ډير ښکلی مصنوعات جوړولای شی٠

د ٌ اوروچن ٌ خلک چه که نارينه وی يا ښځې، که زاړه کسان وی يا ماشومان، ټول په ښه شان سره سندرې ويلای او نڅا کولای شی٠ دوی عمومأ شعرونه، موسيقې او نڅاوې سره يو ځای کوی او ځانګړی هنری سبک يی رامنځ ته کړيدی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040