د چين د عه ون که د قوم په باب معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د چين د << عه ون که >> قوم يوازی څه نا څه شپږ زره تنه نفوس لری چه اکثريت يی د شمالی چين د داخلی مغولستان په خودمختارې سيمې پوری د << عه ون که >> قوم په خودمختاره ولسوالی کښی ژوند کوی او د شمال ختيځ چين د هيلونګجيانګ د ولايت په نی هه ولسوالی کښی هم د دی قوم لږ شمير اوسيدونکی شته٠ دا قوم خپله ژبه لری چه په درو لهجو ويشل کيږی، خو ليک دود يی نشته ٠ د دی قوم مالداران مغولی ليک دود استعمالوی او بزګران او غرنی اوسيدونکی يی د چين له ملی ليک دود څخه استفاده کوی٠ که د دی قوم نوم << عه ون که >> په پښتو ترجمه شی، د غرنی اوسيدونکو معنی لری٠ د عه ون که د قوم اکثر هيوادوال د سامان پر دين باندی عقيده لری او ځينی شپانه يی پر تبتی بوديزم باندی ايمان لری٠ د دی قوم خلک بيلا بيل کسبونه ترسره کوی چه ځينی يی په مالدارۍ او ځينی يی په کرنه بوخت دی، په پخوانی اوږده موده کښی د دی قوم ځينو هغو هيوادوالو چه په لومړيو ځنګلونو کښی اوسيدل، نسل په نسل د ښکارپه اتکا ژوند کاوه او دائمی استوګنځی يی نه درلود ، خو په دی وروستيو کلونو کښی د وحشی ژويو او د ايکولوژۍ د چاپيريال د ساتلو دپاره دوی د چين د حکومت بلنې ته ځواب ورکړی ، له ښکار څخه يی لاس اخيستی، له ځنګلونو څخه وتلی او دائمی او کلکو کورونو ته په کډه تللی چه بزګران يا مالداران ګرځيدلی دی٠

د عه ون که د قوم د خلکو لخوا د چين د شمالی ګوزن روزنه ډير اوږد تاريخ لری، د ګوزن غوښې خوړل کيږی، شيدې يی څښل کيږی،پوستکی يی د څرمنی شيانو دپاره پخول کيږی او ښکر يی د چين د عنعنوی طب قيمتی دوا ده ، نو د عه ون که د قوم خلک د دی ډول ګوزن له روزلو څخه زياتې ګټې اخيستلای شی٠

د تاريخی علتونو په اثر د عه ون که د قوم د خلکو لباسونه هم د ښکارکوونکی قوم خصوصيت لری چه کالی، پطلون، بوټان او خولۍ يی ټول د ژويو له پوستکو او وړيو څخه جوړيږی، په تيره بيا د ژمی لباسونه يی له هغو پنډو پوستکو څخه ګنډل کيږی چه وړۍ يی اوږدی دی٠ خصوصأ د دوی خولۍ ښکلی او خاص سبک لری چه د ناينه خولۍ يی محروطی شکل لری او څوکه يی په سور ځونډی ښکلی کيږی، د ښځې خولۍ يی د لولې په شان ده چه له تورو ټوکرو څخه جوړيږی او ورباندی نقريی ځنځيرونه تړل او ټومبل کيږی٠ ټولې ښځې يی غوږوالی په غوږونو کوی او ګوتمی په ګوتو او بنګړی په لاسو کوی٠

د عه ون که د قوم خلک اور د رب النوع په توګه ګڼی، د شرابو څښلو او د غوښو خوړلو نه مخکښی بايد اور ته يوه ټوټه غوښه واچوی او يو جام شراب ورباندی وشندی٠ د واده په مراسمو کښی زوم او ناوې هم بايد د اور رب النوع ته د احترام مراتب څرګندی کړی٠ دغه راز د دی قوم خلک د اور په مقابل کښی زيات تحريمونه هم لری، مثلأ په اور کښی د څوکه لرونکی اوسپنيزو شيانو ټومبلو ، اور ته د اوبو شندلو او د ناپاکو شيانو اچولو، د اور له دپاسه څخه د ښځو تيريدو ته اجازه نشته او هيچا ته اجازه نشته چه اور تر پښو لاندی کړی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040