د قزاق قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د چين د قزاق قوم نفوس څه دپاسه يو مليونو دوه لکه تنه دی او په عمده توګه د شينجيانګ په شمال کښی د ايلی د قزاقی قوم په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښی اوسيږی او لږ شمير يی د ګان سو په ولايت کښی ژوند کوی٠ دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠

د قزاقی قوم خلک په عمده توګه په مالداری چارې لاس پوری کوی، پرته له دی نه چه لږ شميرقزاقی بزګران خپل دائمی استوګنځی لری،اکثريت يی کوچيانی ژوند تيروی٠

په مالدارو سيمو کښی قزاقيان د پسرلی، دوبی او منی په درو فصلونو کښی په کږديو کښی اوسيږی او په خاورينو کورونو کښی ژمی تيروی٠ د قزاقی قوم د خلکو خوراکونه ډير غنی دی، دوی د غوا او پسه له شيدو څخه ډول ډول خوراکونه پخوی، د اس د شيدو، مستو او شيدی چايو له څښلو سره شوق لری٠ قزاقی مالداران عمومأ غوښې خوری او د اس کلمې هم د دوی خوندور خوراک دی٠

په ژمۍ کښی د قزاقی مالدارانو نارينه د پسه ، کيدړې او ليوا له پوستکو څخه جوړشوی بالاپوش اغونډی او پطلون يی عومأ د غوايی له پوستو څخه ګندل شويدی٠ قزاقی ښځې عمومأ سره اوږده لمن اغونډی او په ژمی کښی د لمنې په دباندی کښی پمبه يی يا څرمنی بالاپوش پوښوی ٠ پيغلې يی ګلدوز شوی لباسونه اغونډی او هغه خولی په سر کوی چه د کونګی په بڼکو ښکلی کيږی٠

قزاقيان ميلمه پالونکی خلک دی ٠ کله چه کور ته ميلمه راځی ، عمومأ پسه حلالوی٠ په کورنی ميلمستيا کښی کوربا د پسې سر د ميلمه په مخکښی کيږدی، ميلمه د پسې د ښی مخ يوه ټوټه غوښه پريکوی او خوری يی ، ورپسی د پسی غوږ پريکوی او د کوربا ماشوم ته ورکوی، بيا وروسته د پسه سر کوربا ته بيرته سپاری٠

د قزاقی نارينه وې او ښځې د اس د سپرلو په برخه کښی لوی لاس لری٠ ځوانان د پهلوانې او د پسې د کشلو له سپورتونو سره مينه لری او د اسونو په سپرلو سره د پيغلو تعقيبول د ځوانانو او پيغلو دپاره د خوښۍ وړ پروګرام دی او د مشعوق او مشعوقې د پيداکولو ډير ښه فرصت ګڼل کيږی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040