د ٌ هه جه ٌ قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د چين د ٌ هه جه ٌ قوم نفوس څه نا څه څلور زره پنځه سوه تنه دی او په عمده توګه د چين په شمال ختيځ کښی د هی لونګ جيانګ ولايت په ځينو ولسواليو او ښارونو کښی اوسيږی٠

ٌ هه جه ٌ يو لرغونی قوم دی او خپله ژبه لری، خو قومی ليک دود يی نه شته ٠ د دی قوم اکثر خلک د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠ دوی د سامان پر دين باندی عقيده لری او د هغوی په نظر د نړۍ هر شی روح لری٠

د ٌ هه جه ٌ قوم د چين د شمال ختيځ يوازنی کبنيوونکی قوم دی ، البته د دوی په ژوند کښی کبان له عمدوو خوراکی شيانو څخه شميرل کيږی٠ د دی قوم خلک يا د کبانو کباب خوری يا د بخار په ديګ کښی پاخه شوی کبان خوری او د کب د خامو غوښو له خوړلو سره هم شوق لری٠ دوی د کبنيونې په فصل کښی د نيول شويو کبانو پاتی شوی برخه پر اور باندی يا تر لمر لاندی وچوی تر څو چه په غيرکبنيوونکی فصل کښی يی وخوری٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه د ٌ هه جه ٌ قوم د خلکو د هر کور په انګړ کښی د وچو کبانو د زيرمه کولو دپاره يوه خاصه ودانی هم شته ٠

په ژمی کښی هغه کراچۍ چه د واورو پر مخ باندی د سپيو په وسيله کښل کيږی، د ٌ هه جه ٌ د قوم عمده ترافيکی الات او وسايل دی ٠ يو روزل شوی سپی په يوه ورځ کښی د څه نا څه اويا کيلوګرامو بارونو په کښلو سره سل يا يو سل پنځوس کيلومتره لار وهلای شی٠ سپی د ٌ هه جه ٌ د قوم د خلکو ښه همکاران دی او د ترانسپورت ، ښکار، د کور د ساتنې او د خاوندانو د حمايت او ساتنې په برخو کښی مهم رول لوبوی٠

کبنيونه د ٌ هه جه ٌ د قوم د خلکو د ژوند دپاره د اقتصاد منبع ده ٠ په اوږده موده کښی دوی د کبانو د نيولو په باب غنی تجربې راغونډې کړی او ډير ښه مهارتونه يی رامنځ ته کړيدی ٠ د دوی کبنيوونکی الات له شاخيو، جالونو او چنګکونو څخه عبارت دی٠ د شاخيو په وسيله د کبانو د نيولو په برخه کښی د دوی مهارت د حيرانتيا وړ دی او نښه په نښه سمه ولی ٠ دغه راز د ٌ هه جه ٌ قوم خلک په ژمی کښی د کبانو د نيولو يو ډول هغه طريقه اختراع کړيده کوم چه د سيند د اوبو له کنګليدو نه وروسته د کنګل پر مخ باندی سوری کينی او بيا د چنګکونو په وسيله د سوری له لاری کبان نيسی ٠ د دی قوم ټول هيوادوال که نارينه يا سځې وی او که زاړه يا ماشومان وی، په دی طريقې سره له کبنيوۍ سره ډيره مينه لری٠ ځکه چه دا د دوی دپاره هم مادی حاصلات ترلاسه کولای شی او هم د روحيې له لحاظه د ساعت تيرۍ ښه لاره ده ٠

د ٌ هه جه ٌ د قوم خلک نه يوازی کبان خوری ، بلکه ځينی کالی يی هم د کبانو له پوستکو څخه جوړ شويدی٠ د کبانو له پوستکو څخه د کاليو ګنډل د دی قوم د ښځو ځانګړی مهارت دی ٠

د ٌ ايماکان په نامه د ٌ هه جه ٌ د قوم يو اوږد شعر چه نسل په نسل خوله په خوله خپريږی ، د أسيا په شمالی برخه کښی د ژبو د قديمی او لرغونی هنر ژوندی فوسيلونه ګڼل کيږی ٠ په دی شعر کښی قبيلوی جګړې، قومی تاريخ ، قومی دودونو او د قومی عزت او د هيواد د سرحداتو د ساتنې په باب د قهرمانانو کيسې منعکس شوی او سپيڅلی عشق ستايل شويدی ٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040