د ٌ جينو ٌ قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:13:51

د چين د ٌ جينو ٌ قوم نفوس څه نا څه شل زره تنه دی او په عمده توګه د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت د جينګ هونګ ښار د ٌ جينو ٌ په قومی خودمختاره علاقه دارۍ او شاوخوا غرنی سيمه کښی اوسيږی٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری، خو قومی ليک دود يی نشته ٠ ٌ جينو ٌ د دی قوم په ژبه کښی د ماما د احترام معنی لری٠

د ٌ جينو ٌ قوم پر څو ارباب الانواعو باندی عقيده لری او د طبعيت او اسلافو پرستش کوی٠

د ٌ جينو ٌ قوم کورونه عمومأ داسی دوه پوړيږيزې ودانۍ دی چه د غرونو په لمنو کښی له باڼسو څخه جوړې شويدی، پورتنی پوړ يی د کورنۍ د غړو استوګنځی دی او لاندينی پوړ يی د ژويو د روزلو دپاره٠

د ٌ جينو ٌ د قوم د هيوادوالو د اوسيدو په غرنی سيمه کښی ډير زيات ځانګړی پيداوارونه شته، پرته له شولو او جوارو څخه ډول ډول غرنی ژوی او نباتات هم د دی قوم د خلکو دپاره غذائی مواد برابروی٠

د ٌ جينو ٌ په غرنی سيمه کښی زيات باڼسونه وده کوی، د دی قوم نارينه له باڼسو څخه ډول ډول ښکلی مصنوعات او ورځنی شيان جوړولای شی٠ د ٌ چيکه ٌ په نامه يو ډول موسيقی اله چه له باڼسو څخه جوړيږی، د دی قوم د خلکو دپاره د سندرو ويلو او نڅا کولو په برخه کښی د موسيقی يوه لازمی اله ده او د هغې په وسيله ډير خوندور موزيکونه غږولای شی ٠

د ٌ جينو ٌ قوم ځانګړی تشريفات او دودونه لری٠ مثلأ ، د پلار له وفات نه يو کال وروسته اولادونه يی بايد نوی کورونه جوړ کړی چه معنی يی فقيد پلار ته د نوی کور برابرول دی، نو د نوی کور له جوړولو نه وروسته بايد د پلار د يادونې درانه مراسم ترسره کړی٠ د دی قوم د هر هلک او نجلی د پنځلسو کلونو په عمر کښی بايد د دوی دپاره د لوی کيدو مراسم پرځای شی چه په مراسمو کښی مور او پلار يی دوی ته د لويانو لباسونه اچوی، مکمل توليدی وسائل د تحفی په توګه ورکوی او د نجونو دپاره د بالغو ښځو په شان د ويښتانو غوټه اچوی٠ په دی مراسمو کښی عمومأ د کلی مشر سپين ږيری د کليوالو په مشرۍ قومی حماسی اثر وايی او عنعنوی اخلاق تبليغوی٠

د ٌ تماوچی ٌ په نامه اختر د ٌ جينو ٌ د قوم تر ټولو دروند اختر دی چه عمومأ د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی په دوولسمه مياشت کښی د درو ورځو دپاره دا ډول اختر نمانځل کيږی٠ د لومړی ورځې سهار د غوايی کشولو مراسم پرځای کيږی او له غرمې نه وروسته د هر کلی مشر سپين ږيری هغه ډولونه وهی چه د غوايی له پوستکو څخه جوړ شويدی٠ کليوال د ډولونو د وهلو له اواز سره سم د ډولونو په شاوخوا کښی قومی نڅا کوی٠ دغه ډول ٌ لمری ډول ٌ نوميږی چه د ښه حاصلاتو د رسيدو او د اخترونو د نمانځنې په وخت کښی وهل کيږی٠ په هر کلی کښی دوه لمری ډولونه شته چه يو يی ٌ نارينه ٌ دی او بله يی ٌ ښځه ٌ ده٠ د ٌ جينو ٌ د قوم خلک لمری ډولونه د ارباب په حيث بولی او د هر اختر په ورځ کښی خامخا د لمری ډولونو لپاره قربانی کوی او له دی لاری د کليوالو د نيکمرغۍ او د کرنې د ښو حاصلاتو دعا کوی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040