هند، پاکستان او ايران به په راتلونکي جولای کې د نفتو نل ليکې غځولو پروګرام په اړه بحث وکړي
cri (GMT+08:00) 2008-06-24 10:48:50
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هند نفتو وزارت سکرتر سرنيوسان د جون په درويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د هند، پاکستان او ايران د نفتو وزيران به په راتلونکي جولای کې د دريو هېوادونو د نفتو نل ليکې غځولو پروګرام په اړه بحث وکړي.
د هند او ايران د نفتو وزيرانو دغه پرېکړه د جون په دوه ويشتمه نېټه د سعودی عربستان په جده ښار کې د انرژۍ نړيوالې غونډې په موده کې وکړه. سرنيوسان د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه خبريالانو ته وويل د دريو هېوادونو د نفتو وزيران به د ناحلو مسئلو په اړه بحث وکړي. اوس د نفتو برابرونې په برخه کې هېڅ خنډونه نه شته.