د شينجيانګ د اومو سکرو کلني توليدي اندازه د لومړي ځل لپاره له پنځوس مليون ټنو څخه واوښته
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په بازار کې د اومو سکرو د اړتياوو د پراختيا او د بيو د لوړتيا په شمول د ښو عواملو په اغېزې سره ، په ٢٠٠٧ کال کې د شينجيانګ د اومو سکرو کلنۍ توليدی اندازه د لومړي ځل لپاره له پنځوس مليون ټنو څخه اوښتی وه. اټکل کېږی چې تر ٢٠١٠ کال پوری به د شينجيانګ د اومو سکرو کلنۍ توليدي اندازه سل مليون ټنو ته ورسيږي.
د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د شمېرنې ادارې په وينا، په ٢٠٠٧ کال کې د شينجيانګ د اومو سکرو کلنۍ توليدي اندازه پنځوس مليون او يو سل او اتيا زره ټنو ته رسېدلی چې د ٢٠٠٦ کال په پرتله يوولس سلنه زياته شوې ده.