رحيم شاه

cri     (GMT+08:00) 2008-06-25 14:35:50

د پښتو مشهور سندر غاړی رحيم شاه په ١٩٧٦ ميلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې زيږيدلی دی،دده په وينا نيکونه يې اصلا له افغانستان څخه پاکستان ته تللي دي، يعنې په اصل کې افغان دی ،نوموړي خپلې زده کړې د کراچۍ په ښار کې پاي ته رسولې دی٠ په ١٩٨٨ کې يې سندرو ويلو ته مخه کړه، او تر دې مهاله يې ګڼ شمېر سندرې ويلي دي٠

رحيم شاه د پښتو سندرو تر څنګ په فارسي او اردو ژبو هم سندرې ويلي دي چې د کسټونو او سي ډي ګانو شمېر يې لسګونو ته رسېږي٠ نوموړي په لومړيو وختونو کې يوه سندره ويلی دی چې دی يې د شهرت لوړ مقام ته ورساوه،ددغی سندری نوم دی: (اول به کله کله غم وو اوس مې دفتر شو کروندې پکې کومه )

رحيم شاه د موسيقۍ د پخوانيو وسايلو د کارولو تر څنګ د برقي يا الکترونيکي وسايلو کارونه هم پيل کړې،دده سندرې اوس پر پښتو تلويزيوني شبکو سربيره په پنجابي ،اردو او سندهي شبکو کی هم خپريږي او ډېر زيات مينه وال لري٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040