غاټول

cri     (GMT+08:00) 2008-06-26 10:22:47

غاټول خندنۍ او خوشاله نجلۍ ده، چسته او چالاكه او پښتو ته په ژباړه كې پوره مهارت لري. د غاټول چينايي يا اصلي نوم يو های فنګ (Yu hai fang) دى. د ۱۹۸۱ كال د دسمبر په پنځلسمه نېټه د چين د فو جيان ولايت د ګوو تيان ولسوالۍ د دونګ جي په کلی کې زېږېدلې ده، او اوس په پلازمېنه بېجينګ ښار کې اوسېږي. لومړۍ زده كړې يې د نوموړې ولسوالۍ په منځني ښوونځي کې کړې دي. د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې بېجينګ ته لاړه او د چين د ډله ايزو مطبوعاتو د پوهنتون په پښتو ټولګي کې ومنل شوه او د پښتو ژبې په زده كړه يې پيل وكړ. د څلورو کلونو زده كړې په موده کې يې د افغانستان د تاريخ، د پښتو ژبې د ګرامر يا ژبښود، انګليسي ادبياتو، ډله ايز مطبوعاتو، خبر او دغه راز چيني ادبياتو په شمول د څو نورو درسي مضمونونو زده کړه وکړه. د زده كړې له پاى ته رسولو وروسته يې د ٢٠٠٤ کال په اګيست مياشت کې د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې کار پيل کړ، او تر اوسه دوه نيم کاله كېږي چې دغه دنده ترسره كوي. غاټول اوس له چيني ژبې نه پښتو ته د خبرونو او د اقتصاد او سوداګرۍ او د چين کلي په نامه د مضمونونو د ژباړلو دنده پر غاړه لري. غاټول وايي: زه په لوبو كې له ټېبلټېنس او په لوست كې د فلسفوي او تاريخ له لوستلوسره ډېره مينه لرم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040