موږ او اورېدونكي

cri     (GMT+08:00) 2008-06-28 19:24:58
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ. زه امان الله عمران بيا هم دا دى ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم، نو هيله ده د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ، دا چې تاسې به خپلو ليكونو ته په انتظار وئ، نو خپلې خبرې رالنډوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم. - لومړى دغه ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د ډولفين كلب مشر محمد اويس امين را استولى دى. په پيل كې يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د بېجينګ اولمپيك لوبو مشعل لېږدونې فعاليت په پاكستان كې هم تر سره شو، موږ دغه فعاليت په ډېر شوق سره پرتلويزيون وكوت. د مشعل لېږدونې په فعاليت كې د پاكستان ولسمشر او صدر اعظم هم ګډون درلود. د مشعل لېږدونې په فعاليت كې د چين او پاكستان هنرمندانو ډېرې ښې نندارې وړاندې كړې. كله چې د بېجينګ اولمپيك لوبو مشعل پاكستان ته راورسېد، د پاكستان خلكو يې ډېر تود هر كلى وكړ. داولمپيك لوبې په نړۍ كې تر ټولو لويې لوبې دي چې په بېجينګ كې ترسره كېږي، د دغو لوبو په ترسره كېدو سره پاكستان ته هم ډېره ګټه رسېږي. اورېدونكى اويس امين زياتوي: د بېجينګ اولمپيك لوبې په نړۍ كې ترټولو سترې لوبې دي، په دغو لوبو كې به ډېر زيات شمېر وګړي ګډون وكړي. نوموړى په لوبو كې ګډون كوونكي بختور بولي او بيا د خپل ليك په پاى كې دعا كوي چې د بېجينګ اولمپيك لوبې په بريالۍ توګه ترسره شي.

- بيا هم له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړى قدرت الله ارماني په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو كار كوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: څرنګه چې ستاسو ټول پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي نو موږ يې ډېر په مينه او تلوسه اورو. ستاسو پروګرامونه مو ډېر خوښېږي. بيا وايي: ستاسو له خوا موږ ته د پښتو هېندارې يوولسمه ګڼه راورسېده. موږ ډېر خوشاله شوو، ځكه چې پښتو هېنداره مو دا ځل د مجلې په توګه چاپ كړې وه او ډېره په زړه پورې وه. يوولسمه ګڼه مې سر ترپايه ولوستله. اورېدونكى قدرت الله ارماني د خپل ليك په پاى كې هيله كوي چې د پښتو هېندارې كچه نوره زياته كړئ.

- د سوات له مينګورې څخه اورېدونكي جان محمد حكيمزي هم ليك را استولى دى. لو مړى يې سلامونه او خپلې نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: په ډېره مينه دا دى خپل لومړى ليك تاسو ته در استوم. ستاسې پته ډېره مخكې رفيع الله مندوخېل راكړې وه، خو له بده مرغه دلته حالات خراب وو او ليك مو نه شو درلېږلى. اورېدونى زياتوي: زه او زما ملګري تل ستاسو پروګرامونه اورو، ستاسو پروګرامونه مو ډېر خوښېږي. نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې وايي: په نورو ليكونو كې به ستاسو سره نورې ډېرې خبرې وكړو.

- دغه بل ليك را اخلم چې له هريپور څخه د باختر كلب مشر سيد رحمن بهير را استولى دى.له سلامونو وروسته يې ليكلي: په تبت كې د اخ او ډب پېښې د غندنې وړ دي، موږ ټول افغانان يو چين پېژنو. دلته په پاكستان كې مو د اولمپيك لوبو د مشعل لېږدونې فعاليت د تلويزيون له لارې وليد، په كتلو يې ډېر خوشاله شو. خو خپه هم شو، ځكه چې، نوموړى وايي، زموږ ګران هېواد افغانستان د مشعل لېږدونې له دغه فعليت څخه محروم پاتې شو، دا ولې، موږ د دې نړۍ اوسېدونكي نه يوو؟ نوموړى پوښتنه كوي. بيا ليكي: زه غواړم چې تاسو د اولمپيك لوبو په اړه بشپړ دقيق معلومات راولېږئ. اورېدونكى بهير خپلو ګيلو او غوښتنو ته دوام وركوي او وايي: ستاسو له خوا مطبوعات نه دي رارسېدلي، دا ولې، وجه يې څه ده؟ پښتو هېنداره بايد موږ ته راولېږئ، نور مطبوعات هم راولېږئ چې ګټه ترې واخلو. اورېدونكى بهير بيا وړانديز كوي او وايي: كه غواړئ چې ستاسو راډيو ته ښې پښتو سندرې در ولېږم نو راته ووايئ چې د سندرو ارشيف مو نور هم شتمن شي. نو سيد رحمن بهير، ولې نه، دا به ډېره ښه خبر وي چې موږ ته نوې پښتو سندرې راواستوئ.

- له مانسهرې څخه د اريانا كلب غړى حسن خان مفتون ليك را استولى، له سلامونو او نېكو هيلو ورسته يې ليكلي: د تېر په څېر د خپلو نورو ملګريو هر يو: عبد الرحمن، خان جان، جاوېد خان او عبد الله سلامونه او نېكې هيلې هم تاسو ته وړاندې كوم. موږ ستاسو بېلا بېل پروګرامونه اورو، خو زما او زما د ملګريو د موږ او اورېدونكي پروګرام سره ډېره علاقه او مينه ده. اورېدونكى حسن خان بيا پوښتنه كوي او وايي: چين څه ډول او له كومې لارې عايدات ترلاسه كوي، څومره واردات او صادرات لري، او له كومو هېوادونو سره؟ چين طبيعي سرچينې لري او كه نه؟ لوى سيندونه او مشهور غرونه يې كوم دي؟ د پاكستان شمالي سيند چې اباسيند نومېږي په چين كې له كوم ځاى څخه سرچينه اخلي؟ نو ګرانه حسن خانه ستا له پوښتنو مننه، او پوښتنو ته دې په ځواب كې وايم، په ۱۹۴۹ كال كې د اوسني چين له بنسټ ايښودنې راهيسې د چين اقتصادي پرمختګ په بېلابېلو پړاوونو كې خورا لوى ګامونه اخيستل شوي دي. په تېره بيا له هغه وخت راهيسې چې چين په ۱۹۷۸ كال كې د پرانيستنې او ورخلاصون تګلارې په پلي كولو پيل وكړ د هېواد اقتصاد خپله كلنۍ عمومي وده او پرمختګ د ۹% په شاوخوا كې ساتلى دى. د چين زيات عايدات له صنعت او توليد څخه ترلاسه كېږي، په ۲۰۰۳ كال كې د چين د (GDP) يا كورني عمومي توليد اندازه څوارلس سوه مليارډ امريكايي ډالرو ته رسېدلې وه، چې په نړيواله كچه يې شپږم ځاى نيولى و او په امريكا، جاپان، المان، بريتانيا او فرانسې پسې و. چين د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ اړيكي لري، د چين تر ټولو لوى سوداګريز همكاران د امريكا متحده ايالات، اروپايي ټولنه او جاپان دي، چې له همدغو هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو له مخې سوداګري كوي. چين پراخې طبيعي سرچيني لري، چې د ډبرو سكاره، نفت او ګاز او فولاد يې په سر كې راځي. په چين كې ډېر سيندونه دي خو دوه په كې ډېر لوى دى چې يو يې د ينګځه سيند او بل يې ژېړ سيند دى، دغه دواړه سيندونه د چينګهاى ولايت له لوړو څخه سرچينه نيسي او د ختيځ په لور بهېږي. د ينګځه سيند د دريو تنګيو په سيمه كې د اوبو يو لوى بند هم جوړ شوى چې د دريو تنګيو بند نومېږي. همداراز په چين د غرونو ډېرې لړۍ هم شته چې تر ټولو مشهور يې د هېماليا د غرونو لړۍ ده چې هند او نيپال سره پولو غځېدلې ده، د كونلون غرونه چې په لوېديځ كې له پامير څخه تر سه چوان ولايت پورې غځېدلي، د تيان غرونو لړۍ د شينجيانګ په خپلواكه سيمه او د ټانګ ګولا غرونه بيا په چينګهاى او تبت كې غځېدلي پراته دي. نو ګرانه حسن خانه هيله ده ستا پوښتنو ته په دغو ځوابونو ستا د معلوماتو تنده ماته شوې وي.

- بيا هم له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړيو هر يو عبيد الله صديق او معلم اظهار الحق جهادي په ګډه يو ليك را ستولى دى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د مجلې په بڼه د پښتو هندارې د چاپ په اړه پښتو څانګې ته مباركي وايوو. د مجلې په بڼه د پښتو هېندارې چاپول يو مثبت ګام دى او په ځانګړې توګه د پښتنو لپاره يو وياړ هم دى. دوى زياتوي: كه په راتلونكي كې زموږ نظرونه او وړانديزونه په پام كې ونيول شي، پښتو هېنداره به لا نوره ښكلې او د لوستونكيو لپاره ګټوره شي.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د خيال محمد په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د خيال محمد سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040