د ژوند رمزونه ( ١)

cri     (GMT+08:00) 2008-06-30 17:36:06

١. د فصلونو د بدلون په وخت کې د ستړيا د ليری کولو لپاره يوه ځانګړی لاره.

وګړي عموما د فصلونو د بدلون په وخت کې ستړيا احساسوي. ښه به دا وي چې تاسی يو داسی بالښت وګنډئ چي پوست وي او د مکروب پرضد خوشبويه پاڼې په کې واچوي. لکه د ګلاب او نعناع پاڼې.

٢.د سترګو پړسوب د ليری کولو لپاره ګټوره لاره

له کرفس څخه اخيستل شوي اوبه د سترګو پړسوب د ليری کولو لپاره ښه اثر لري او ځانګړی لارې چارې يې دا دی لومړی چې کرفس ميده ميده شي او ورپسی د ململو له پاک ټوکر څخه په جوړه شوي کڅوړه کې واچول شي او په پای کې دغه کڅوړه د شلو دقيقو لپاره په جوشو اوبو کې کيښودل شي او له سوړوالی نه وروسته دغه کڅوړه په سترګو باندې واچول شي چې په پايله کې به پړسوب ژر ليری شي.

٣. د غاښونو درد له منځه وړلو لاره

د لونګ په تېلو کې خوشبويه توکی د درد د له منځه وړلو او د مکروب د مخنيوي رول لري. که ستاسی غاښونه درد کوي، داسی يوه ځانګړې چارې تر سره کولی شئ: لومړی دا دی چې په پنبه پوښلی لرګی د لونګ په تېل کې ووهئ او ور پسی پر غاښونو باندې ووهئ. ستاسی د غاښونو درد به ژر ليری شي.

٤. د ارږی ايستل د مخنيوي ځانګړې لاره

وګړي عموماُ د ارږی ايستلو په وخت کې د سړو اوبو د څښلو له لارې دغه حالت ليری کوي. خو له دغه ډول لارې هميشه ښه پايله نه تر لاسه کېږي. که دغه لاره نه کارول کېږي، نو بيا بايد د غاربرګ دری او يا څلور پاڼې په جوش اوبو کې واچوئ او يو شېبه وروسته لس او يا پنځلس څاڅکي اوبو وڅښئ چې ارږی ايستل به له منځه يوړل شي.

٥.د وينو غوټه کيدلو د درملنې لاره

د وينو غوټه کيدل يو ډول خطرناک حالت ګڼل کېږي، ځکه چې دغه حالت د ډيرو زياتو ناروغيو لاملونه ګرځي. اوس د هوږه او الکول له لارې يوه ساده لاره در پېژنو چې د وينو غوټه کيدل مخنيوی کولای شي. لومړی دا دی چې د څلويښتو ګرام هوږه ډير کوچنی برخې ويشل شي او د يو لس ملي ميتر په الکول کې واچول شي او ورپسی له لسو او پنځلسو ورځو وروسته جوړ شي. تاسی هره ورځ د دوه او دری ځله لپاره دغه شراب وڅښئ له ډوډۍ نه مخکې لس څاڅکي وڅښی. دغه شراب په رګونو کې د وينو د غوټه کېدو او په اوږده موده کې د سر درد مخنيوی کولای شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040