د ٢٠٠٨ کال لپاره د څړ ځايونو او دښتونو نړيواله غونډه په داخلي مغولستان کې پرانستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2008-06-30 10:47:40

د سي ار اې راډيو د خبر له مخې د ٢٠٠٨ کال لپاره د څړ ځايونو او دښتونو نړيواله غونډه د روانې مياشتې په ٢٩ نېټه د چين د داخلي مغولستان په مرکز هوهه هات ښار کې پرانستل شوه او برخوال به د څړ ځايونو پر زياتو اغيزو بحث وکړي . د چين د صدراعظم مرستيال حوی ليانګ يو د نوموړې غونډې د پرانستلو په هکله د خپلې مبارکۍ په پيغام کې وويل چين به د څړ ځايونو د ساتلو لپاره نړيوالې پرمختللې تکنولوژۍ او افکار زده کړی چې د چين د بزګرانو امالدارانو د ژوندانه لارې چارې بدلې او د څړ ځايونو پرمختيايی توان پياوړی شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040