په ين چوان ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت پيل شو
cri (GMT+08:00) 2008-07-01 15:11:13
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين په شمال لوېديځ د نينګ شيا هوی قوم خپلواکې سيمې په ين چوان ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت د جولای په لومړۍ نېټه پيل شو.
ين چوان په نينګ شيا کې د مشال لېږدونې وروستی تم ځای و. د مشال لېږدونې د لارې اوږدوالی اتلس کيلوميتره و او دوه سوه او شپږويشت تنه لېږدونکيو په کې ګډون وکړ.