چين واوا، اولمپيک لوبې واوا--- په چين کې د کېنيا له سفيرې سره يوه مرکه.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-03 09:51:09

ګرانو اورېدونکيو، د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. کېنيا په افريقا کې يو پياوړی سپورتی هېواد دی چې د منځني يا اوږد واټن ځغاستې په پروګرامونو کې زيات مشهور لوبغاړي لري. دغه هېواد له ١٩٥٦ کال څخه تر اوسه پورې د يوولسو دورو په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی چې په ترڅ کې يې يو شپېته ميډالونه تر لاسه کړي دي. څو ورځې مخکې زموږ د راډيو خبريال په چين کې د کېنيا له سفيرې مېرمن لوس سيريتي سوليتې سره يوه مرکه وکړه. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

سفيره مېرمن سوليتې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه نيکه هيله لري. دې څرګنده کړه له دې امله چې اولمپيک لوبې په هرو څلورو کلونو کې يوه دوره تر سره کېږي، نو د کېنيا ټول لوبغاړي د بېجينګ اولمپيک لوبو ته سترګې په لار دي. دې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د خپل هېواد لوبغاړيو د سياليو په اړه پوره باور څرګند کړ او و يې ويل

( لومړی اواز)

موږ ډېر خوشحاله يو او د روان کال په اګست کې دغو اولمپيک لوبو ته سترګې په لار يوو. د کېنيا لوبغاړي د اوږد واټن ځغاستې په شمول د اتلاتيک په

زياتو پروګرامونو کې پياوړی توان لري او په وروستيو څو کلونو کې يې د لامبو وهلو په پروګرام کې هم وتلي نتيجې تر لاسه کړې دي. زه هيله لرم چې زموږ لوبغاړي په بېجينګ اولمپيک لوبو کې تر وسې پورې سيالي وکړي.

کېنيا د اوږد واټن ځغاستې په سياليو کې زيات شمېر وتلي لوبغاړي لري. د يوې شمېرنې له مخې، په نړۍ کې د اوږد واټن ځغاستې د تر ټولو غوره شلو لوبغاړيو ترمنځ دوولس تنه کېنيايان دي. مېرمن سوليتې هم د اوږد واټن ځغاسته هم ډېر خوښېږي. ده زموږ د راډيو خبريال ته وويل

( دوهم اواز)

زه د يوې کېنيايۍ په توګه ځغاسته زما ډېره خوښېږي. ځکه چې زما وطن په دغه پروګرام کې تر نورو پياوړی توان لري.

پر اتلاتيک برسېره کېنيا غواړي د بېجينګ اولمپيک لوبو د لامبو وهلو په پروګرام کې هم ښه نتيجه تر لاسه کړي چې يوويشت کلن کېنيايی لوبغاړی جېسون ايدوارد دونفورد به دغه دنده پر غاړه واخلي. دغه لوبغاړی په ٢٠٠٧ کال کې د لامبو وهلو په نړيواله سيالي کې ډېره ښه نتيجه تر لاسه کړه چې له مخې يې اوس په نړۍ کې اووم ځای نيسي. د ده موخه دا ده چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د لامبو وهلو په پروګرام کې د خپل وطن لومړی ميډال تر لاسه کړي.

د مېرمن سوليتې په أند، د بېجينګ اولمپيک لوبې به ټولو نړيوالو ته د ځانګړي کلتور د ښودلو په اړه کېنيا ته يو ډېر ښه فرصت برابر کړي. دا وايي:

اولمپيک لوبې د چين او چينايانو پوهاوي تر لاسه کولو په اړه د کېنيا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو ته ډېر ښه فرصت برابروي او په همدې مهال د بېلا بېلو

هېوادونو او وګړيو ترمنځ د متقابل تفاهم فرصت هم رامنځته کوي. موږ هيله لرو چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې ټولو نړيوالو ته د ژوند لارې، دوديزې نڅاوو، جامو او خوړو په شمول د کېنيا تر ټولو ښه کلتورونه وښيو.

مېرمن سوليتې د بېجينګ اولمپيک لوبو تياريانې وستايلې او و يې ويل

( پنځم اواز)

زه له ٢٠٠٤ کال راهيسي په بېجينګ کې اوسېږم. ما پخپله د بېجينګ ستر بدلونونه او پرمختګ کتلی چې زيات شمېر سړکونه او مترو کرښې په کې جوړې شوې دي. له دې څخه څرګنديږي چې بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره بشپړې تياريانې نيولې دي.

د کېنيا او چين ترمنځ تګ راتګ لرغونی تاريخ لري او دواړو خواوو د کېنيا له خپلواکۍ راهيسي په هراړخيزه ساحه کې صميمي دوستي او همکاري ساتلې ده. مېرمن سوليتې د سپورتي چارو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د دوستانه همکارۍ په اړه وويل

( اووم اواز)

چين د کېنيا لپاره د کساراني سټېديم جوړ کړی چې د کېنيا او چين ترمنځ د دوستۍ يوه نښه ګرځېدلې ده. دغه سټېديم به کېنيايي لوبغاړيو دته تمرينونو انساتياوې او ښه چاپېريال برابر کړي. د دې تر څنګ کېنيا او چين يو د بل هېواد ته د لوبغاړيو او روزونکيو د لېږلو يو تړون هم لاسليک کړی دی.

مېرمن سوليتې د مرکې په پای کې په خوشحالۍ سره وويل

( نهم اواز)

چين واوا، اولمپيک لوبې واوا، کېنيا واوا، اولمپيک لوبې واوا! د چين او کېنيا لوبغاړيو نيکمرغه اوسئ!

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسې د روغتيا او برياليتوب په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040