په چين کې به د هوی قوم د سوداګرانو لومړی غونډه د روان کال په سپتمبر کې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې په اين چوان ښار کې تر سره شی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-02 15:49:51

په وروستيو ورځو کې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتی دفتر په يوه خبری ناسته کې څرګنده شوه چې د نړيوالو له خوا د هوی قوم سوداګرانو په باب د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره به د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د اين چوان ښار د ډېرو کوششونو له امله د چين د صنعتی او سوداګريزو چارو ګډې ټولنې، د چين د اسلام دين ټولنې او د دغې سيمې د ګوندی کميټې او حکومت تر ملاتړ لاندی په چين کې د هوی قوم د سوداګرانو لومړی غونډه د روان کال د سپتمبر له ٨ نېټې څخه تر ٩ نېټې پوری د دغې سيمې په مرکز اين چوان ښار کې تر سره شی.

د اين چوان ښاروال وانګ ژو ګوي وويل دغه غونډه به د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د پنځوسمې کاليزې د لمانځنې لپاره د يو مهم فعاليت په توګه وټاکل شی چې عمده موضوع يې د هوی قوم کلتور خپرول او د اقتصادی او سوداګريزې همکارۍ پرمخبيول دي .د دغې غونډې په موده کې به د هوی قوم د سوداګرانو کلتوري فورم ،د چين د مسلمانو صنعتګرانو مشريز فورم،د اين چوان ښار د پانګونې غونډه او د هوی قوم د کلتور ښودلو په شمول يو لړ فعاليتونه تر سره شی.کورنی او بهرنی مسلمان صنعتګران، مشهور کارپوهان او خبری رسنی به په دغو فعاليتونو کې ګډون وکړي .سربېره پردی به دغه غونډه د اسلامی خوړو او اسلامی توکيو په نړيواله ورځ د ګډون لپاره کورنيو او بهرنيو مسلمان سوداګرانو ته بلنه

ور کړي چې د مسلمانو سوداګرانو ترمنځ د نظريو تبادلې او دوستۍ او د دوی ترمنځ د همکارۍ لپاره يو پل جوړ کړي.

هوی قوم يو داسی دود لري چې په سوداګريزو چارو بوخت دی .د هوی قوم سوداګرانو يوه ځانګړی سوداګريزه ډله ده چې د چين د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ او له بهرنيو سوداګرانو سره يې د تګ راتګ لپاره وتلي خدمتونه کړي دي.د اين چوان ښار د دغې سيمې د مرکز په توګه د هوی قوم ځانګړی کلتور لري او د هېواد دننه او حتی په نړۍ کې د هوی قوم د ټاټوبی په توګه او په ختيځه نړۍ کې د مسلمانانو د مرکز په توګه ګڼل کيږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040