نغمه جوړونکې چن يی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-07 14:46:23

په وروستيو ورځو کې د چين د مشهورې نغمه جوړونکې چن يی ځانګړی کنسرټ په بېجينګ کې تر سره شو. په دغه کنسرټ کې ٤ نغمی په وروستيو کلونو کې د چن يی له خوا نوی جوړ شوی او څو ځله په بهرنيو هېوادونو کې غږول شوی.دا لومړۍ ځل دی چې په چين کې وغږول شوی . د نامتو څيرې د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د نغمه جوړونکې چن يی په اړه کيسه وړاندی کړو.

په دغه کنسرټ کې د لومړۍ نغمه نوم څلور فصلونه دی چی په ٢٠٠٥ کال کې د چن يی له خوا جوړه شوه . د دغې نغمې له لاری په وروستيو کلونو کې د نغمې د جوړولو په اړه د چن يی هنري سبک څرګندېږي. دغه نغمې د چين له لرغونی شعرونو او دوديز هنر سره سم جوړی شوی دي. چن يی د خپلو نغمو د سبک د يادونې په وخت کې وويل د خپلې ژبې او هنر او د ډول ډول موسيقی الو له لاری نغمې جوړوم.

٥٥ کلنه چن يی د چين په ګوانګ جو ښار کې زېږېدلی ده ، ددی پلار او مور هم له موسيقی سره مينه درلوده . چن يی د ماشومتوب په موده کې د وايلون او پيانو غږولو زده کړه وکړه او د تېری پيړۍ د ٨ لسيزی په پيل کې يې د چين د موسيقې مرکزی پوهنځی د نغمې جوړولو له څانګې څخه فارغه شوه. چن يی د زده کړې په پنځه کلن بهير کې ډېری جدی ښوونې او روزنې منلې او په پايله کې يې د چيني موسيقی يو لړ دوديزې پوهنې تر لاسه کړی چې له امله يی په وروستيو موده کې د دی له خوا د نغمو جوړولو لپاره ټينګ بنسټ کيښودل شو. هغې له فارغېدو وروتسه د چين له مشهور نغمه جوړونکی وو ځو چيانګ څخه زده کړې ته دوام ورکړ او له دی وروسته

يې د نغمو د جوړولو خپل لوری وټاکله .

چن يی وويل د ماسټرې په توګه د زده کړې په ترڅ کې د وو ځو چيانګ په لارښوونه می د زيات شمېر نغمه جوړونکو نغمو څېړنه وکړه او خپل سبک مې وټاکه.

له ١٩٨٩ کال څخه تر ١٩٩٣ کال پوری چن يی د امريکا د کلومبيا په پوهنتون کې د نغمه جوړولو زده کړی وکړی او په پوره توګه يې د لويديځو هېوادونو د ډول ډول موسيقی سبکونه څېړلي دي . په پايله کې يې چيني، بهرنۍ ، دوديز او عصری سبکونه سره يو ځای کړی او خپل ځانګړی سبک يې رامنځته کړی دی.

په ١٩٩٦ کال کې د چين د کيسو په اړه کانتاتا چې نغمې يې د چن يی له خوا ليکل شوی،په امريکا کې ننداری ته وړاندی شوی او په پر له پسی دری ځله ننداری ته وړاندی شوی چې زيات شمېر نندارچيان يې ورجلب کړی دي.په وروستيو کلونو کې د چن يی له خوا ليکل شويو نغمو د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د وګړيو هرکلی تر لاسه کړی دی. هغی وويل موږ بايد په لومړۍ سر کې د نورو هېوادونو وګړيو ته خپلې موسيقی ژبې وروپېژنو.

زه ډېره خوشحالم چې اوس مهال په نړۍ کې د بېلا بېلو قومونو او هېوادونو وګړي زما نغمې مني . دا د زيات شمېر وګړيو د کوښښونو پايله ده او د نړيوالې سولې اړتيا هم ده . چن يی د چين له دوديزو موسيقو څخه د الهام اخيستلو ته اهميت ورکوي، خو هغی له عصری تخنيکونو څخه په استفادی سره خپلو نغمو ته ځانګړيتوب ورکړی دی.

تر اوسه پوری چن يی زيات شمېر نغمی جوړ کړی او په کې زياتره يی په الوتکه کې بشپړ شوی دی. هغه په ټولنيزو فعاليتونو کې هم ډېر فعال دی چې د عصری موسيقو په اړه د زيات شمېر حيثيت لرونکو سازمانونو د سلاکاری او د مهمو نړيوالو سياليو د قضايی هئيت د غړی په توګه ټاکل شوی ده.

چن يی کله کله په بېلا بېلو پوهنتونونو کې ويناوې کړي او د اروپايی هېوادونو او امريکا په څو ښارونو کې يې خپل ځانګړی کنسرټونه تر سره کړی. چن يی په نړۍ کې د چيني ولسی موسيقی او د ولسی نغمو د غږونکو د پرانيستلو لپاره ډېر زيات کارونه تر سره کړی دي. هغې د خپلې موسيقی له لاری د ختيځو او لويديځو هېوادونو ترمنځ د نړيوال هنر او ښوونې په برخو کې د نظريو د تبادلی لپاره يو پل جوړ کړی چې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د متقابل پوهاوی او تبادلی د پياوړتيا او د نړيوالی سولی لپاره يې فعال رول لوبولی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040