د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدولو فعاليت د شان شي ولايت په يانګ لينګ ښار کې پای ته ورسېد.
cri (GMT+08:00) 2008-07-03 17:23:48
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په درېيمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د چين د شان شي ولايت په يانګ لينګ ښار کې پای ته ورسېد.
د همدې ورځې د سهار په اتو بجو د مشال لېږدونې فعاليت پيل شو او د نړيوال نندارتون په ډګر کې پای ته ورسېد چې د چين د انجيرۍ اکاډمۍ غړي ښاغلي شان لون لومړی لېږدونکی و او نور څلور نوي تنه لېږونکيو په کې ګډون وکړ.