د سندرغاړي شو وې په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-07-04 11:38:50

هره شېبه نوی ده 

په نوی ځای کی 

د کب هيله

 

سيلاني

 

سندرغاړی شو وې د ١٩٦٨کال د جولای په يوويشتمه نېټه د چين د شان شي ولايت په مرکز شي ان ښار کې زېږېدلی دی. په ١٩٨٤کال کې کله چې شو وې شپاړس کلن و، د ګيتار په زده کړه يې پيل وکړ. د ١٩٨٦ کال په اپريل کې شو وې د شي ان ښار د ګيتار غږولو او سندرې ويلو په لومړی سيالی کې لومړی ځای ونيو او ور پسی يې خپله لومړی سندره وليکله

په ١٩٨٨کال کې شو وې د روک موسيقۍ تر اغېزې لاندی خپل هوډ ټينګ کړ چې يو سندرغاړی وګرځي. د ١٩٩٠کال په پای کې له پوځ څخه وتلو وروسته، شو وې په رسمی توګه د سندرغاړي په توګه په هنري کار پيل وکړ. په ١٩٩١ کال کې شو وې سل سندرې وليکلې چې دغه رقم د نورو سندرغاړو په پرتله ډېر زيات و. د ١٩٩٣ کال په جون کې يې د الوتنې په نامه د موسيقۍ يوه ډله جوړه کړه.

ور پسی شو وې بېجينګ ته راورسيد او په خپلو کارونو کې يې نور ستر برياليتوبونه تر لاسه کړل. تر اوسه پوری هغه څلور سي دي ګانې خپرې کړې او د نورو سندرغاړو لپاره يې هم ډېر سندرې جوړې کړي دي. اوس شو وې په چين کې يو ډېر نامتو سندرغاړی دی.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040