د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت په شي ان ښار کې پيل شو.
cri (GMT+08:00) 2008-07-04 13:56:57
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جولای د څلورمې نېټې د سهار په اتو بجو د چين شان شي ولايت په شي ان ښار کې پيل شو.
د لامبو د ټوپ وهلو په برخه کې د اولمپيک لوبو اتل او په چين کې ډېر مشهور سپورتي ستوری تيان ليانګ د سپېڅلي مشال د لېږدونې د فعاليت لومړی لېږدونکی و. په دغه ښار کې د لېږدونې فعاليت اوږدوالی نهه اعشاريه دوه کيلومتره دی او په کې به دوه سوه او اته تنه لېږدونکي ګډون وکړي.