موږ او اورېدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-05 20:11:54
زه امان الله عمران يم بيا هم دا دى ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم، نو هيله ده د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ، دا چې تاسې به خپلو ليكونو ته په انتظار وئ، نو خپلې خبرې رالنډوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- نو لومړى د اورېدونكي سيد وارث حنيفي ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه يې را استولى دى. دى د سي ار اى پښتو خپرونې دايمي اورېدونكى دى. د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: ستاسې خپرونه او بېلابېل پروګرامونه په مينه او شوق سره اورو، او هر وخت ترې ښه او ګټور معلومات ترلاسه كوو. نو ستاسې د دغه ارزښتناك خدمت څخه ډېره مننه او تاسې ته، نوموړى زياتوي، كورودانى وايوو. اورېدونكى سيد وارث حنيفي بيا ليكي: دا ځل په خپل ليك كې يوه پوښتنه درلېږم، هيله ده چې ځواب يې د پوښته او ځواب پروګرام كې راكړئ، دغه پوښتنه، نوموړى ليكي، زموږ د كلب غړيو په يوه غونډه كې راپورته كړې وه. او بيا پوښتنه كوي: ولې تايوان د چين په خاورې پورې اړه لري؟ هيله لرم چې ځواب يې راته د راديو له لارې راكړئ. نو قدرمنه وروره سيد وارث حنيفي، ستا ليك، نيكو هيلو او په مهمې پوښتنې يو ځل بيا هم ډېره مننه. د پوښتنه او ځواب پروګرام وروسته له دې نه خپرېږي، او د اورېدونكيو پوښتنو ته به په مخامخ ډول د موږ او اورېدونكيو په پروګرام كې ځواب دركوو. نو ستا پوښتنه كه په غوره ډول وويل شي، بايد داسې وي چې د چين له سترې برخې سره د تايوان تړاو څنګه دى؟

تايوان يو ټاپو دى چې د چين سترې برخې په جنوب ختيځ كې پروت دى، او له سترې برخې څخه يې د تايوان سمندري تنګى بېلوي. د شپاړسمې ميلاي پېړۍ له نيمې راهيسې د تايوان ښكلى او ښېرازه ټاپو د لوېديځو استعماري هېوادونو د يرغلونو هدف او موخه و. د وخت په اوږدو كې د هالند او اسپانيا په ګډون لوېديځو هېوادونو پر تايوان يرغل كړى دى. خو د اوولسمې پېړۍ په اتيايمه لسيزه كې د چينګ امپراتوري لړۍ په موده كې تايوان د چين په نقشه كې له سترې برخې سره يو ځاى كړى شو. د مركزي دولت تر واكمنۍ لاندې راتلو وروسته تايوان د چين له سترې برخې سره په سياسي، اقتصادي او كلتوري برخو كې اړيكي پياوړي كړل. بيا وروسته د نولسمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه كې جاپان د چين پر ضد جګړه پيل كړه. ورپسې د چينګ امپراتوري لړۍ دولت د ماتې په نتيجه كې دې ته اړ شو چې تايوان او د پنګهو ټاپو جاپان ته ورپرېږدي. بيا تايوان له څه د پاسه نېمې پېړۍ لپاره د جاپان تر نيواك لاندې پاتې شو. د دوهمې نړيوالې جګړې په موده كې جاپان د خپلو پوځي هلوځلو د يوې برخې په توګه په تايوان كې خپلو ټولو نيمه پوځي صنعتي اډو ته پرمختګ وركړ. وروسته جاپان د ۱۹۴۵ كال د اګست په پنځه لسمه د دوهمې نړيوالې جګړې په پاى كې بې له كوم شرطه د تسليمۍ اعلان وكړ. بيا د همدې كال د اوكتوبر په پنځه ويشتمه د چين حكومت د تايوان په مركز تايپې كې د يو لړ مراسمو په ترڅ كې د جاپان تسليمي ومنله چې له مخې يې په تايپې كې د جاپان استعماري واكمنۍ ته د پاى ټكى كېښود. خو له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په چين كې كمونست ګوند او ګوميندانګ ګوند تر منځ په نښته كورنۍ جګړه پيل شوه. په ۱۹۴۹ كال كې د چين وګړيو د كمونست ګوند په مشرۍ وكولى شول چې ګوميندانګ ګوند ته ماتې وركړي او د همدغه كال د اكتوبر په لومړۍ نېټه يې د ماوزدونګ په مشرۍ د چين د ولسي جمهوريت بنسټ كېښود. د ګوميندانګ ګوند مشر چيانګ كاى شېك جګړه وبايلله او له خپلو پلويانو سره تايوان ته وتښتېد. په تايوان كې د ګوميندانګ حكومت چې د امريكا ملاتړ ورسره و پر تايوان خپلې واكمنۍ ته دوام وركړ او د چين له سترې برخې څخه يې د دغه ولايت د بېلولو هڅې كولې. چين تل ټينګار كړى چې د تايوان مسئله د يو هېواد او دوونظامونو په چوكاټ كې په سوله ايزه توګه حل شي. نو ګرانه سيد وارث حنيفي دا وو د تايوان په اړه معلومات، هيله ده تاسې او نورو اورېدونكيو ته څرګنده شوې وي چې تايوان د چين يوه برخه ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې د بلو چستان له سيف الله كلا څخه مير علي ميرزي را استولى دى. د سي ار اى پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسې خپرونه او بېلا بېل پروګرامونه له يوې مودې راهيسې اورو، پروګرامونه مو په زړه پورې دي او زموږ خوښېږي. بيا وايي: له مخكې مو هم ليكونه در استولي دي، خو ستاسو له خوا مو يې كوم ځواب نه دى ترلاسه كړى. اورېدونكى مير علي ميرزى د خپل ليك په پاى كې وايي: زما نور ملګري هم تاسو ته سلامونه وايي، هيله ده په راتلونكې كې ماته مجلې او نور مطبوعاتي مواد را واستوئ.

- د صوبه سرحد له ديره اسماعيل خان څخه لياقت علي اعوان په خپل ليك كې له خپلو سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، هيله ده راته خپور يې كړئ. بيا وايي: ستاسو د خپرونې په هكله په ژوب كې د سي ار اى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندوخېل معلومات راكړل او پښتو هېنداره يې هم راكړه، موږ له نوموړي ډېره مننه كوو. ستاسې ټول پروګرامونه ډېر ښه دي او موږ يې هر وخت اورو. زه ستاسو په راډيويې سيالۍ كې ګډون كوم. نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې د مجلو او نورو مطبوعاتي توكيو د وراستولو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك بيا له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير غړيو هر يو اتل زلمي، سيف الرحمن هاشمي، صديقي، مشفق او همت په ګډه را استولى دى. د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو په ډېر ذوق او مينه سره اورو او ډېر مو خوښېږي. بيا وايي: خو ډېر خوښ هغه وخت وو چې ليك مو خپور شي او زموږ وړانديزونو ته پاملرنه وكړئ. دوى بيا د خپل ليك په پاى كې خپل وړانديز ليكي او وايي: كله چې خپرونه رانغاړئ نو له پاى مخكې يې اورېدونكيو ته د مهمو خبرونو وړانديز هم ور واوروئ.

- دغه راز د پنجاب له بهاولنګر څخه ګل زېب عباسي هم د رفيع الله مندوخېل په سپارښتنه ليك را استولى دى. لومړى يې سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: زه د سي ار اى ډېر پخوانى اورېدونكى يم، خو د پښتو خپرونې اورېدل مې اوس په دې وروستۍ موده كې پيل كړي دي. ستاسې پروګرامونه مې خوښېږي، هيله ده، بيا د خپل ليك په پاى كې وايي چې، خپل فرهنګي مواد راواستوئ.

- دغه بل ليك بيا د صوبه سرحد له بنو څخه ظاهر جان را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د سي ار اى فارسي خپرونه هره ورځ اورم، خو د پښتو خپرونه راته معلومه نه وه، وروسته له هغه چې ستاسو دايمي اورېدونكي رفيع الله مندوخېل ستاسو پته او پښتو هېنداره راكړل، ستاسې د خپرونې اورېدل مې هم پيل كړي دي. اورېدونكى ظاهرجان زياتوي: زه په خپله سيمه كې يو ښوونكى يم. ستاسې خپرونه زموږ په سيمه كې په لنډو څپو رڼه اورېدل كېږي، بيا په پاى كې د پروګرامونو د پاڼو وراستولو غوښتنه كوي.

- دغه راز له مانسهرې څخه اورېدونكي عبيد الله، له پنجاب څخه اورېدونكې ثوبيه بتول او د صوبه سرحد له پاړه چنار څخه جواد حسين ليكونه را استولي دي. له سلامونه وروسته يې ويلي چې دوى د سي ار اى راډيو بېلابېل پروګرامونه اوري او بيا د پښتو خپرونې د مطبوعاتي توكيو وراستولو غوښتنه كوي.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې نازيه اقبال يوه دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د نازيه اقبال سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040