خوشحاله أيرلندي ټولنه :
د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو نيکې هيلې او سلامونه ،هيله ده چې له خوښيو څخه ډک ژوند مو په برخه وي، خوږو دوستانو په دې اونۍ کې به تاسو ته د يو شمېر هغو أيرلنديانو په هکله لنډ معلومات درکړم چې دلته په چين کې د خير ښېګڼو په چارو بوخت دي .
د أيرلند سوداګرو د اوسني چين له بيساري فعاله پرمختګ سره سم په ځانګړي أيرلندي سبک سره يوه لويه او درنه ميلمستيا برابره کړې وه ، او شاوخوا سل زره يوانه د هغو کسانو لپاره پکې راټول شول چې د چين د روان اقتصادي بهير ملتيا نشي کولای .
جيند کاريستيز يو له دغو مرسته کوونکيو څخه دی ، چې د چين په شمال لويديځ هه بې ولايت کې يې يو شمېر هغه ماشومان چې د سختو ناروغيو او ويروسونو سره لاس او ګريوان دي د مرستې لاس ور اوږد کړی دی .
د أيرلند د سوداګرۍ او ماليې مجلې چې په هرو دوو اونيو کې يو ځل له چاپه راوځي ،د بيجينګ په کېري مرکزي هوټل کې د يوې غونډې او مېلمستيا په هکله ليکلي دي چې دغه مېلمستيا د چيني او ايرلندي سوداګرو لخوا په ګډه جوړه شوې وه ،چې پکې أيرلندي خواړه، د ټوکو ټکالو پروګرام، موسيقي ، ځانګړی د سلټيک موسيقي ډله چې له اروپا څخه په همدې موخه چين ته راغلې وه ،هم موجود و .
د ايرلندي نڅا د غونډې تر خوا د يوې تورې نکټايي لرونکي جذاب کس موجود و چې د بې وسه کسانو لپاره يې د نغدو او ښو مرستو غوښتنه کوله ،هغه داوطلب أيرلندی جوي لوفتوز و ،چې د هه بې ولايت په مرکز شه جاجونګ کې د جيند کاريسنير ټولنې ته کار کوي، او د خپل کار په ترڅ کې راټولې شوې پيسې د همدې سيمې د بې وزلو ماشومانو له پاره لګوي .
د ايرلنديانو په غونډه کې زياتره راټولې شوې پيسې د هغو ماشومانو د زده کړو په لار کې لګولو ته ځانګړې شوي چې کورنۍ يې نشي کولای خپل اولادونه د بې وزلۍ له امله ښوونځيو ته وليږي .
هغه کورنۍ چې په ښوونځيو کې د خپلو ماشومانو د زده کړو فيس نشي ورکولای ، د هغوی د زده کړو لپاره اړين توکي برابرول ورته ګران ښکاري او داسې نور درانه بارونه يې پر اوږو پراته وي ، د هغوي لپاره دا يو ښه مرسته ګڼل کېدای شي،په هغه سيمه کې د زياتره بې وزلو زده کونکيو لپاره په ښوونځيو کې د شاملېدل وړيا دي خو نور لګښتونه يې په دا شان مرستو سره برابريږي .
په کيلوالو سيمو کې د بزګرانو کورنۍ چې بايد د خپلو اولادونو لپاره د زده کړو ٧٨ په سلو کې لګښت پر خپلو غاړو و لري ، د مرستندويه صندوق له امله يواځې يوه سلنه لګښت ورکوي ،او نور ټول لګښت د ريفرالز لخوا چې د کاتوليکانو د ټولنې استازی دی ورکول کيږي .د نوموړې ټولنې يو استازی وايي ، په عمومي توګه دوی دا شان مرستې کول ډېر اړين بولي ، او د سېمې د خلکو حالت دا په ښه شان سره څرګندوي .
د بيجينګ د کيري سوداګريز مرکز په سيمه کې د خوښۍ او مېلمستيا په هغه ماښام د أيرلند سوداګرو په چين کې خپله سوداګري پراخه وګڼله . د أيرلندي ټولنې يو تن حقوقي مسؤول او د روډ سټون سيمنټو جوړونکی د چين په شمال د هلونګجيانګ ولايت د هاربين سانلينګ د سمينټو فابريکه په بيه اخيستې ده . دوبلين هم په نړۍ کې د ساختماني موادو توليدونکيو لويو پنځو کمپنيو څخه يوه ده ،د په چين کې دټولنېزې همکارۍ مسؤله اداره يا سي ايس أر کمپنۍ مشر ښاغلی درېنک لېرمانس وايي په غونډو کې د سي أر ايس أر شاملول ډېر په لوړه کچه دي . هغه زياتوي هر چېرې چې أيرلنديان موجود وي دوی غواړي چې ملاتړ ترې وکړي . د هغه په وينا سي ايس أر اوس په چين کې له انګازو څخه يو ډک نوم ګرځېدلی .
لوتوف د لويديځ أيرلند اوسېدونکی دی،او د يوې خيريه ټولنې سره په وقفه يې يا پارت ټايم توګه کار کوي،چې په ١٩٩٧ کال کې د جي بي جانګ لخوا جوړه شوه . لوتوف پدې وياړي چې جيندي د چين د دولت لخوا په رسمي توګه تصويب او منل شوې خيريه ټولنه ګرځيدلې . د نويو هيلو په راټوکېدلو سره ، ددوی خيريه ټولنه هم اړوندو کسانو ته اداري سيستم ورښيي ، چې دا کار د نغدي مرستو او چارو په برخه کې ډېره اغيزه لري .
لوتوف زياتوي هرې پروژې ته يوه اندازه پيسې راځي او يوه اندازه نورې پيسې د ځانګړو پروګرامونو د عملي کولو لپاره ورڅخه لګول کيږي، چې دا په يو کلن راپور کې راځي اويا هم دې ته يو کلن راپور ويلای شو . او دا ورڅخه څرګنديږي چې اړوند پروګرام په ثابته توګه پرمختګ او وده کوي .
د أريلندي ټولنې او نورو سرچينو د مرستو په هکله يو جدول تر سترګو کيږي ، چې پکې له بې وزلو خلکو سره د مرستو څرنګوالی ښيي .په دې جدول کې ښکاري چې د جيندي ټولنې د لوړ عمر لرونکيو کسانو لپاره يو کور جوړ کړی، د هه بې په غرنۍ بې وزلې سېمې کې يو لومړنۍ ښوونځی او په بېوزلو کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو رسولو مرکزونه هم پکې ښکاري . لوتوف له ١٩٨٠ کال راپه ديخوا له اي أی ډي اس خيريه ټولنې سره د کارکولو او مرستې تجربه لري . دغه راز په دوه زره او څلورم کال کې يې هم له جيندي ټولنې سره په خيريه کارونو کې ونډه درلوده . په هه بې ولايت کې ډېر کلي د خلکو د وينې د ليږدونې او نورو ستونزو له امله اغيزمن شوي و ،چې دوي يې په درملنه کې پوره مرسته ورسره وکړه .
دا مهال أيرلند يو له نېکمرغه هېوادونو څخه ګڼل کيږي،د نورو هېوادونو د پرمختګ لپاره اوږد مهاله دوديزې لارې چارې په واک کې لري ، پدې لړ کې د بونو او باب جېلدوف نومونه هم اخيستلای شو چې په نړيواله کچه د پرمختګ د اتلانو وياړ ورکول شوی دی .
تورو کاېر خيريه ټولنه د جېندي په شمول د خير ښېګڼې ډېرې څانګې لري چې د چين په بې وزلو سيمو کې يې خلکو ته ښوونځي جوړ کړي او د مرستندويه کارونو يوه ښه سرچينه ګرځېدلې ده .
د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي، هيله چې راټول شوي توکي ستاسو د پام وړ ګرځېدلي وي،نو تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ ، خوښ او سوکاله ژوند مو په برخه .
له چاينا تودې مجلې څخه ژباړل شوی مطلب .