په ايردوس کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د لېږدونې فعاليت پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2008-07-09 14:17:30

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د جولای په ٩ نېټه د چين په شمال د کورنۍ مغولستان خپلواکی سيمې په ايردوس ښار کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د لېږدونې فعاليت پيل شو.

د همدی ورځ سهار په ٨ بجو ١٥ دقيقو په ايردوس ښار کې د چنګين خان د مقبرې په مخ کې د اولمپيک لوبو مشال د لېږدونې مراسم تر سره شول. لومړۍ مشال لېږدونکی د مغولی قوم لوبغاړی هاسلاو و چې د ١٩٩٦ کال په اتلانتا کې د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د ډسکس غورزولو اتل و.

په دغه ښار کې د مشال ليږدونې لارې اوږدوالی ٦ اعشاريه ٣ کيلومتره دی او په کې به ١٠٤ تنه ليږدونکي ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040