د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت په ايردوس او باو تو ښارونو کې پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-09 20:41:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای د نهمې نېټې له غرمې وروسته د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت په بريالۍ توګه د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې په ايردوس او باو تو ښارونو کې پای ته ورسېد.

په ايردوس ښار کې د مشال لېږدونې په فعاليت کې يو سل او څلور تنه مشال لېږدونکيو ګډون وکړاو د لېږدونې لارې اوږدوالی يې شپږ اعشاريه درې کيلومتره و.

د همدې ورځې له غرمې وروسته په دوو بجو د سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت په باو تو ښار کې پيل شو او د ماراسون يا اوږدې ځغاستې ملي اتل ښاغلي هو ګان جون لومړی لېږدونکی و.

د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلی مشال به د جولای په لسمه نېټه چه فنګ ښار ته ورسېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040