د نينګ شيا هوی قوم په خپلواکه سيمه کې ساتل شوې کرهڼه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-09 17:13:34

د نينګ شيا هوی قوم خپلواکه سيمه د چين په شمال لوېديځ کې پرته ده. په دغه سيمه کې باران لږ اورېږي او هوا يي ډېره وچه ده. د بدو ناوړه شرايطو له امله پخوا ځايي بزګران غريب او خوار وو. خو حکومت په وروستيو دوو کلونو کې د ساتل شوې کرهڼې د پرمختګ لپاره کوشش کړی دی چې له مخې يې د بزګرانو عايدات ډېر لوړ شوي دي.

د ساتل شوې کرهڼې معنا دا ده چې د معاصرو ماشينونو او وسيلو له لارې د ژويو او نباتاتو ژوند ته د سوړوالی او تودوالی معقوله درجه او رڼا برابره شي. د کرهڼې پرمختګ په اړه دغه نوې لار تر يوې اندازې پورې په طبيعی چاپېريال کې ککړتيا په کموالي او د بېلا بېلو بازارونو په اړتياوو پوره کولو کې مهمه رول لوبوي. پلاستيکي څپرې. د ساتل شوې کرهڼې په چارو کې شاملېږي او په دغو څپرو کې په عمده توګه سابه، ګلونه ميوې او مرخيړي روزل کېږي.

د شن يانګ د کرنې پوهنتون پروفيسر ښاغلي لي تيان لای په نينګ شيا کې د ساتل شوې کرهڼې له سيمې څخه له ليدنې وروسته وويل دا نينګ شيا ته زما لومړی سفر دی.په يونګ نينګ کې مې د باغوانۍ يو شمېر اډې کتلې او زما په أند دغه اډې ډېرې ښې دي. په نينګ شيا کې دساتل شوی باغوانۍ چارې نه يوازی چټک پرمختګ کوي، بلکې د تاسيساتو جوړښت او تکنولوژۍ د تخنيکونو کچه يې هم ډېره لوړه ده. زه ډېر خوشحاله يم.

مېرمن ځن شو چيون چې د نينګ شيا د ين چوان ښار په يونګ نينګ ولسوالۍ کې

اوسېږي ، د ګلونو، سبو او ميوو د زېرمتون مشره ده او له ١٩٩٢ کال څخه يی د ګلونو روزلو په چارو پيل کړی دی . په هغه وخت کې يوازی د صفر اعشاريه دوه هيکتاره ځمکې په پراخوالي دوه پلاستيکي څپرې وې او سبزي او ګلان پکې روزل کيدل ، خو د شپاړسو کلونو د کوششونو له برکته شګلنې ځمکې اوس په باغونو بدلې شوي دي چې تر اوسه پورې سل پلاستيکي څپرې او يو سل او شل داسی جګې خونې جوړې شوې چې د تودوخې درجه يی په اوتوماتيک ډول کنتروليږي.دې وويل په عمومي توګه د سلو مترو په اوږدوالي يوه څپره هر کال نژدې شل زره يوانه خالص عايد ګټلی شی.ويل کيږي چې د تازه ګلونو روزنه د بزګرانو د شتمنۍ ښه لار ده .

د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په يونګ نينګ ولسوالۍ کې د يو زر او پنځه سوه هيکتاره ځمکو په پراخوالي باغونه جوړ شوي چې د انګورو ، شفتالو او ځمکنو توتو په شمول پنځه څلويښت ډوله ميوې پکې روزل شوي او ځيني ميوې هالند ته صادريږي.

يونګ نينګ ولسوالی يوازی د نين شيا د هوي قوم په خپلواکه سيمه کې يوه نمونوي سيمه ده او په نورو ولسواليو کې ساتل شوي کرهڼې هم پياوړي شويدي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040