د چين مشهور ليکوال مای جيا

cri     (GMT+08:00) 2008-07-10 14:57:04

د چين د سه چوان ولايت د چنګ دو ښار ليکوال مای جيا په وروستيو کلونو کې د خپلو ځانګړو ناولونو له لاری زيات شمېر لوستونکې ورجلب کړی دي. دغه ليکوال د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته خپلو هېوادوالو ته زياتې پاملرنې کړی چې ده خپل يو هغه ځانګړی صندوق چې د خپل زوی د راتلونکو چارو د پرانيستلو لپاره جوړ شو، په مصيبت ځپلو سيمو کې د ښوونځيو د بيا ابادی په صندوق بدل کړی دی. د کلتوری شخصيتونو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د سه چوان ولايت د مشهور ليکوال مای جيا په اړه يوه ځانګړی مرکه وړاندی کړو.

د زلزلې په وخت کې مای جيا او دده کورنۍ د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې و. که څه هم چنګ دو ښار د زلزلې مرکز نه و، خو زلزلې ددوی پر ژوند باندی ستره اغيزه کړی. دده کور په ٧ پوړ کې دی او هغه مهال په پر له پسی توګه نورې زلزلې هم وشوې، نو په هغو ورځو کې دوی په موټر کې ژوند کاوه. مای جيا وويل په مصيبت ځپلو سيمو کې د بيا رغونې کارونه سخت دی. زما په اند مصيبت ځپلي وګړي بايد د خپلو ځواکونو له لاری ستونزی له منځه يووسي او موږ بايد په اوږده موده کې له دوی سره مرسته وکړو.

له سختې زلزلې وروسته په دوهمه ورځ مای جيا پريکړه وکړه چې زلزله ځپلو سيمو ته بسپنه ورکړي. مای جيا د خپل زوی له زېږېدنې وروسته هر کال دده لپاره د لس زره يوانو په اندازه يوه پانګه زېرمه کړی او پلان لري چې له ٢٠ کلونو وروسته خپل زوی ته دغه پانګه ورکړي. خو له خپل زوی سره تر سلامشوری وروسته دوی موافقی ته

رسېدلی چې دغه پانګه مصيبت ځپلو وګړيو ته ورکړي.

دده زوی وويل که څه هم د زلزلې له امله موږ ته مستقيم زيان نه دی رسېدلې، خو په هغه موده کې زموږ ژوند له زياتو ستونزو سره مخامخ شو چې هره ورځ مو په موټر کې خوراک کاوه او هلته اوسيدو. د نېکمرغۍ خبره دا ده چې موږ د هېواد د بېلا بېلو ځايونو وګړيو مرستې او پاملرنې تر لاسه کړی دی.

په وروستيو کلونو کې د مای جيا له ناول سره سم تعديل شوی تلويزيونی ډرامه د چين په بېلا بېلو تلويزيونی ستيشنونو کې ښودل شوی. ٤٤ کلن مای جيا يو پټ خولی سړی دی او د ماشومتوب په موده کې يې له ليکنی سره مينه درلوده . هغه يو شاعر و چې د تېرې پيړۍ د ٩٠ لسيزې په ١٠ کلونو کې يوه کيسه بشپړه کړه او لوستونکو ته يې يو ځانګړی سبک وړاندی کړی.

له دی وروسته مای جيا په ٣ کلونو کې يو بل ناول بشپړ کړی چې په کې د چين د کمونست ګوند د غړيو پټ فعاليتونه انځورېږي. مای جيا وويل زه له ١٠ کلونو مخکې په دغه برخه کې کيسو ته پاملرنه کوم چې دده يو لړ ناولونه ټول په همدی اړه جوړېږي. ځکه چې هغه په اړوندې څانګې کې لنډ مهال کار کړی و. دده په اند دی د نورو ليکوالو په پر تله په دغه برخه کې لازيات معلومات لري چې په چين کې يو شمېر اتلان شته چې د هېواد د امنيت ساتنې لپاره خپل خدمتونه کوي.

د مای جيا په ناول کې يوه دغه جمله شته چې يو استعداد لرونکی د کود لمبر د لېرې کولو له لاری د يو بل استعداد لرونکی فکر تر لاسه کوي. دده په ناولونو کې دغه شان جملی ډېر زيات دی ، هغه کله کله د کيسو له لاری د وګړيو قسمتونه او فکرونه څرګندوی .

مای جيا له ١٩٩١ کال څخه ناولونه ليکلی دی، خو تر ٢٠٠٢ کال پوری دده يو ناول خپور شو. هغه وويل دده په ژوند کې د ناولونو ليکل يوه مهمه برخه او نړۍ ته يې د خپلې روحيې يوه برخه هم ده. دده په اند د ليکولو بهير يو ډول ګوټ ناست کار دی.مای جيا له نورو وګړيو سره زياته تبادله نه کوي ، هغه وويل زما خبرې ډېرې زياتې نه دی، خو ډېر زيات فکر کوم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040