د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت په چه فنګ ښار کې پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-10 19:20:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جولای لسمې نېټې په سهار د چين د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې په چه فنګ ښار کې په بريالۍ توګه پای ته ورسېد.

د همدې ورځې سهار په اتو بجو په چه فنګ ښار کې د مشال لېږدونې فعاليت پيل شو چې لومړی لېږدونکې يې د دغه ښار د سيلانۍ چارو ادارې مشره نا ژه سو وه. په دغه ښار کې د مشال لېږدونې لارې اوږدوالی يو څلويښت اعشاريه دوه کيلومتره و او دوه سوه او اته تنه لېږدونکيو په کې ګډون وکړ.

د جولای لسمې نېټې له غرمې وروسته سپېڅلی مشال د ځانګړې الوتکې په وسيله د هې لونګ جيانګ ولايت مرکز هاربين ښار ته وخوځېد.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040