موږ او اورېدونکي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-12 20:54:18
- عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ. زه امان الله عمران يم بيا هم دا دى ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم، نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. لوى خداى ته دعا كوم چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم مو د ژوند ورځنۍ چارې په خير او برياليتوب ترسره كوئ. يوه يادونه كوم چې د پروګرام په پاى كې به د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه وروستۍ سيالۍ كې د بريالي شويو اورېدونكيو نومونه هم اعلان كړو، نو له ياده مو ونه ووځي چې د اورېدو لپاره يې راسره پاتې شئ! نور نو خبرې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړى دغه ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه د اريانا پښتو ادبي تنظيم او افغان كلتوري بهير غړيو هر يو سيف الرحمن هاشمي، اتل زلمي، عثمان اريوب، نعمت الله صديقي، مشفق، سيد اسلام او واحد الله په ګډه را استولى دى. دوى د خپل ليك په پيل كې سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: ډېر خوښ او خوشاله يوو چې ستاسو له لوري هر وخت موږ ته ادبي او كلتوري مواد رارسېږي. خو يوه كمي چې موږ يې لرو او موږ تل خپل مشر سيد وارث حنيفي ته هم ورپه ګوته كړې، دوى زياتوي، هغه دا تشه ده چې وړاندې به تاسو د چين د كلتور پرمختګ څرګندولو لپاره مهالنۍ مجلې او داسې نور ډېر مواد را استول، خو اوس تاسې يوازې په پښتو هېنداره باندې بسنه كوئ، چې زموږ لپاره پوره هوساينه نه كوي. هيله لرو، دوى بيا د خپل ليك په پاى كې وايي، چې له كلتوري مجلو او نورو موادو څخه موږ برخمن كړئ او بيا د مننې په څرګندولو ليكي: ستاسو له پېرزوينو څخه يوه نړۍ مننه كوو چې تل مو د ښاغلي حنيفي په لاس په ادبي او مطبوعاتي موادو شتمن ساتلي يوو.

- دغه بل ليك بيا د صوبه سرحد د كرمې اېجنسۍ له پاڼه چنار څخه يقين علي حيران را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو يو نوى اورېدونكى يم، او دا مې هم لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، هيله ده چې راته خپور يې كړئ. بيا وايي: ستاسو له خپرونې سره د رفيع الله مندو خېل په همكارۍ اشنا شوم، ستاسو د پښتو هېندارې يوه ګڼه يې هم راكړه چې يوه ډېره ښايسته او ښكلې مجله ده. كه مو نوې ګڼه چاپ كړې وي، نوموړى زياتوي، را ويې لېږئ. اورېدونكى يقين علي حيران بيا ليكي: د سي ار اى پښتو خپرونه اوري او ليكي: ستاسې پښتو خپرونه زموږ په سيمه كرمه اېجنسۍ كې په لنډو څپو ۲۵ مترو ډېره صفا اورېدل كېږي، چينې همكارانو په لهجه پښتو ژبه ډېر خوند كوي. نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې د تماس ساتلو هيله او د موادو ور استولو غوښتنه كوي.

- د مانسهرې د حاجي اباد له اچړيانو څخه د اريانا كلب غړي حسن خان مفتون له خوا دوه ليكونه را رسېدلي دي. په پيل كې يې سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: كه څه هم ډېر وخت كېږي چې ليكونه مې نه دي در استولي خو ستاسو خپرونه او بېلابېل پروګامونه مې اورېدل. د پښتو هېندارې نوې ګڼې په ليدلو ډېر خوشاله شوم، نو دا دى ما هم سمدلاسه ليك درته وليكه او در استوم يې. د ليك در استولو لپاره ستاسې وړيا پاكټونه نه لرم، دغه پاكټ مې نثار احمد څخه اخيستى دى. يوه هيله مې دا ده، نوموړى زياتوي، چې پښتو هېنداره د دريو مياشتو پر ځاى په يوه مياشت كې چاپ او حجم يې هم زيات كړئ ډېره ه ښه وي، چې له مخې به يې په كې خپاره معلومات هم زيات شي او لوستونكيو ته به نوره هم په زړه پورې شي. نوموړى بيا شكايت كوي او وايي: ستاسې خپرونې د ماښام له خوا زموږ په سيمه كې هېڅ نه اورېدل كېږي. حسن خان مفتون بيا يوه ټوكه هم رالېږلې او وايي: د يو سړي كور ته يو مېلمه ورغلى و، كوربه ورته پوره پنځه لس ورځې دال پاخه كړي وو، په بله ورځ كوربه له مېلمه وپوښتل چې نن د مياشتې كومه ورځ ده؟ مېلمه په ځواب كې ورته وويل: د مياشتې له نېټې خبر نه يم خو پر دالو پوره پنځه لس ورځې تېرې شوې دي.

- د سي ار اى پښتو خپرونې پنځه دېرشمه كليزه هم په دوه دريو ورځو كې رارسېدونكې ده. د جولاى په پنځه لسمه نېټه به پښتو خپرونه خپله پنځه دېرشمه كليزه لمانځي. نو اوس يو شمېر برېښناليكونه را اخلم چې د اورېدونكيو له خوا د پښتو خپرونې د پنځه دېرشمې كليزې په وياړ را رسېدلي دي.

- د پاك لسنرز كلب مشر مبشر حسين عشير په خپل برېښناليك كې د سي ار اى راډيو د اورېدو خپله كيسه ليكلې او وايي: د ۱۹۸۸ كال د مۍ مياشتې يوه ښه خو ګرمه ورځ وه چې لومړى ځل مې سي ار اى راډيو واورېده چې د اردو خپرونه وه. بيا له ډېرو كلونو وروسته مې د سي ار اى انګريزي خپرونې اورېدل پيل كړل، او اوس د سي ار اى پښتو خپرونه هم اورم چې اورېدل مې يې په ۲۰۰۴ كال كې پيل كړي دي. اورېدونكى مبشر حسين بيا د پښتو خپرونې ستاينه كوي او وايي: ستاسې خپرونه ډېره معلوماتي ده، زما د كلب د ټولو غړيو ډېره خوښېږي او د چين او نړۍ په اړه ډېر معلومات ترې ترلاسه كوو. نوموړى بيا د خپل برېښناليك په پاى كې د خپل كلب د غړيو په ملتيا د سي ار اى راډيو پښتو خپرونې د ۳۵ كليزې په وياړ مباركي او نېكې هيلې وايي.

- له كوټې څخه شاعر افضل شوق هم په خپل برېښناليك كې له سلامونو وروسته ليكلي: په سترو كلمو او نېكو هيلو سره د سي ار اى راډيو پښتو خپرونې پنځه دېرشمې كليزې مباركي وايم. په دې كې شك نه شته چې چين راډيو له پيل څخه د پښتنو په ټولنيز بدلون كې ستر رول لوبولى دى. بيا زياتوي: زه د پښتو خپرونې د هر غړي او كاركوونكي لپاره د خوشالۍ او اوږده ژوند دعا كوم. اورېدونكى افضل شوق بيا په پاى كې ژمنه كوي او وايي: زه باوري يم چې پا راتلونكي كې به ستاسو د غوره اورېدونكي په توګه ستاسو د خپرونو مينه وال، تاسو ته ليكونكى او ستاسو يو شاعر ملګرى وم.

- دغه بل برېښناليك بيا اورېدونكي محمد مدني رالېږلى دى او وايي د (ورلډ وايډ ډي اېكس) كلب منشي دى. نوموړى ليكي: په كلب كې زما د ټولو ملګريو په استازيتوب زموږ سلامونه ومنئ. د سي ار اى ټولې خپروونكې ډلې او اورېدونكيو ته دې د پښتو خپرونې ۳۵ كليزه مبارك وي. بيا وايي: زموږ د كلب غړي باور لري چې سي ار اى پښتو يوازينى راډيويي خدمت دى چې د اورېدو په دود او بهير كې يې بدلون راووست او نړۍ ته يې وښوده چې خپرونه بايد څنګه وشي. نوموړى زياتوي: د سي ار اى راډيو په اورېدو سره زموږ ذهنونه پراخ شوي او ډېر معلومات مو تر لاسه كړي دي، او اوس له سي ار اى سره د كورنۍ احساس لرو. اورېدونكي محمد مدني بيا د پښتو خپرونې ستاينې ته دوام وركړى او ټول كاركوونكي يې ستايلي دي، او وايي دغه خبرې يې د ټول كلب د غړيو دي.

- همداراز اورېدونكي اشفاق احمد هم يو برېښناليك را استولى او ده هم سي ار اى راډيو ستايلې ده. دى وايي: سي ار اى پښتو د خپرونو پر اسمان يو مخكښ ستورى دى، په تېرو ۳۵ كلونو كې سي ار اى زموږ او چين تر منځ يو پول جوړ كړى دى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو په خپلو كوښښونو سره داسې وړانګې راغبرګې كړې له مخې يې موږ د نړيوالو چارو په اړه ډېر معلومات ترلاسه كړي او پوهه مو نوره هم زياته شوې ده. اورېدونكى اشفاق احمد ليكي: سي ار اى پښتوهر وخت راډيويي سيالۍ ترسره كړې، موږ ته يې سوغاتونه رالېږلې او مينه يې راكړې ده، تاسې د راډيو ټول كاركوونكي د سي ار اى پښتو د ملاتير په څېر يئ، نو ستاسې لپاره د اوږد ژوند او برياليتوب هيله من يم، پنځه دېرشمه كليزه مو بختوره او مبارك شه!

- له كوټې څخه نصير كاكړ هم خپلو نېكو هيلو يو برېښنالي را استولى دى او ليكلي يې دي. د سي ار اى ټولې پښتو څانګې ته د پنځه دېرشمې كليزې په وياړ ډېرې مباركۍ وايم، تاسو د تېرې درې نيمې لسېزې مودې په ترڅ كې بريالۍ خپرونه كړې او لويې لاسته راوړنې مو لرلې دي. نصير كاكړ بيا د خپل لنډ برېښناليك په پاى كې د لا نورې ښه كېدا هيله كوي او وايي چې اورېدونكي په خپلو پروګرامونو كې درشامل كړئ.

- د پښتونخوا له ژوب څخه اورېدونكي رفيع الله مندوخېل هم برېښناليك رالېږلى دى. له سلامونه وروسته يې ليكلي: زه غواړم تاسو ته ووايم چې سي ار اى پښتو زما زړه او روح دى. زه په خپله سيمه ژوب كې ستاسې خپرونې په منظمه توګه اورم. بيا په جدي توګه بښنه غواړي چې برېښناليك يې په پښتو نه دى ليكلى او په انګريزي يې ليكلى دى. اورېدونكى مندوخېل بيا د يوفعاليت په اړه موږ خبروي او وايي: دلته په ژوب كې به د روان كال د جولاى په شپږمه چې اوس تېره شوې ده، دپښتو ژبې يو سيمينار تر سره شي او له جنوبي او شمالي پښتونخوا او هم به له ګران هېواد افغانستان څخه شاعران او ليكوالان په كې ګډون وكړي. كه څه هم د سيمينار د ترسره كېدو نېټه مخكې تېره شوې ده، خو نوموړي ټولو اورېدونكيو ته بلنه وركړې چې په دغه تاريخي سيمينار كې برخه واخلي او دوى وهڅوي.

- ښه نو درنو اورېدونكيو تاسو به د پروګرام په پيل كې ګړې ژمنې ته په انتظار وئ، نو اوس به د هغو اورېدونكيو لېست را واخلم چې د بېجينګ اولمپيك لوبو په سيالۍ كې بريالي شوي دي، د دوى نومونه په دې ډول دي:

- په ژوب كې د سي ار اى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندوخېل، په فرېنډز لسنرز كلب كې بينش ارشاد، د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليد يار، په مينهات لسنرز كلب كې عمران سليم، په كابل كې اورېدونكى نقيب الله، سي ار اى ډوم لسنرز كلب غړى محمد اشفاق احمد، اورېدونكى سيد رحمن بهير، د مېرمنو كلب غړې عابده پروين، حافظ محمد بلال، د ګلاكسي كلب غړى زاهد عباس، محمد ياسر اشفاق قريشي، په كابل كې سيد اعظم عزيزي بخارايي، عمر نياز خان، محمد اويس امين، مير علي ميرزى او نثار احمد احمدي.

دا د هغو اورېدونكيو نومونه وو چې د بېجينګ اولمپيك لوبو په سيالۍ كې يې برخه اخيستې وه، پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي وو او په پايله كې يې برياليتوب په برخه شوى دى. هيله ده تاسې ټول اورېدونكي په نورو راتلونكو سياليو كې برخه واخلئ.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، د سي ار اى راډيو پښتو خپرونې پنځه دېرشمه كليزه ده، هيله ده تاسو هر وخت موږ ته زموږ د خپرونې او نورو بېلابېلو پروګرامونو په اړه خپله نظرونه راواستوئ، زموږ خپرونه او پروګراومنه وارزوئ او د بدلون او لا نور ښه كېدو لپاره يې وړانديزونه راولېږئ.

- د موږ او اورېدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040