د هې لونګ جيانګ ولايت په چي چي ها عر ښار کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-13 17:57:13

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په چي چي ها عر ښار کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت د جولاۍ په ديارلسمه نېټه پای ته ورسېد.

چي چي ها عر په دغه ولايت کې د مشال ليږدونې درېيم او يا وروستی تم ځای و. په دغه ښار کې د ليږدونې فعاليت د لارې اوږدوالی اوه اعشاريه پنځه کيلومتره و او دوه سوه او اته تنه ليږدونکيو په کې ګډون وکړ.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت به د جولاۍ له څوارلسمې نېټې نه تر شپاړسمې نېټې پورې د چين د جي لين ولايت د سونګ يوان، چانګ چون، جي لين او يان يې په ګډون څلورو ښارونو کې تر سره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040