د اولمپيک لوبو په موده کې به سالمه ترافيکې شبکه تامين شي او د اولمپيک لوبو په کلي کې به د هوساينې چاپيريال جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-13 19:31:14

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو دايمی کميټې غړي او د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د جولای په دوولسمه نېټه دې ته اشاره وکړه چې بايد په ډېرو تودو احساسات سره تر وسی پورې د پلازمينې هوايي ډګر او خدمتی ځايونو تر منځ سالمې ترافيکي چارې او د بيجينګ اولمپيک لوبو په کلي کې د بېلا بېلو خدمتونو کيفيت تامين شي.

نوموړي په بيجينګ کې د اولمپيک لوبو د تامينولو له کارونو څخه د ليدنې کتنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد د اولمپيک لوبو په موده کې د واقعی کارونو په شان تمرين وشي او په وختی توګه د خدمتی کارونو مسئلی وموندل شي چې تر وسی پورې د دغو لوبو خدمتی کارونه تامين شي.

هغه زياته کړه بايد د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړيو او ميلمنو د غوښتنو له مخې کارونه تر سره شي او د دوی بېلا بېل کلتورونه، قومی دود، مذهبی چارې او ځانګړتياو ته درناوی وشي چې دوی ته مناسب خدمتونه وشي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040