بېجينګ به د کرهڼيزو توليداتو د ليږدولو په موخه د شنو لارو د ښه ودانولو لپاره تامين کړي
cri (GMT+08:00) 2008-07-13 19:43:49
د سينهوا اژانس د خبر له مخی د بېجينګ ښاروال او د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د تشکيلاتی کميټې مشر ليو چی د جولاۍ په ١٢ نېټه په بېجينګ کې وويل بېجينګ به دغه ښار ته له نورو ځايونو څخه د راغلو کرهڼيزو توليداتو د ليږدولو په موخه د شنو لارو د ښه ودانولو لپاره تدبيرونه ونيسی او د دغو لوبو په موده کې به د کرهڼيزو توليداتوبرابرل تامين شی چې نړيواله ټولنه ، د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي او خلک به ورڅخه خوښی څرګنده کړي.
د معلوماتو له مخی په وروستيو ورځو کې له دی امله چې د نورو ځايونو ځينې سابه وړونکی موټر چلونکيو د دغو لوبو په موده کې د موټرونو د محدوديت د تګلارې په باب لږ معلومات تر لاسه کړي، د دغې تګلارې د پلی کولو له امله به بېجينګ ته د تګ لپاره د ستونزو د رامنځته کيدو انديښمن شوي چې په پايله کې د بېجينګ په بازار کې د برابر شويو سبو اندازه کمه شوې ده.