د بېجينګ اولمپيک لوبو ته بېلا بېلې تياريانې په بنسټيزه توګه نيول شوي دي
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د خلکو ورځپاڼې د جولای د څوارلسمې نېټې د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو ته بېلا بېلې تياريانې په بنسټيزه توګه نيول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په ٢٠٠١ کال کې د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو راهيسی، بېجينګ د چاپېريال ساتنې په برخه کې يو سل او څلويښت مليارډ يوانه لګولی دي. په ٢٠٠٧ کال کې د بېجينګ په ښاري سيمه کې د هغو ورځو شمېر د ١٩٩٨ کال له سلو ورځو څخه دوه سوه او شپږڅلويښت ورځو ته زيات شوی چې د هوا کيفيت پکې له دوهمې درجې څخه ښه شوی. پر بېجينګ سربيره، په نورو شپږو همکارو ښارونو کې هم تياريانې په ښه او بشپړه توګه نيول شوي دي.