د بېجينګ اولمپيک لوبو همکار ښارونه بايد امنيت ساتنې او خدمت ته لومړی اهميت ور کړي
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د جولای په پنځلسمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو د فوټبال سيالۍ تر سره کوونکی ښار چن هوانګ داو د تياريانو د څارنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې د چن هوانګ داو په شمول د اولمپيک لوبو همکار ښارونه بايد په بېلا بېلو تياريانو کې امنيت ساتنې او خدمت ته لومړی اهميت ور کړي.
ښاغلي شي جين پينګ د چن هوانګ داو ښار د دهغو عملياتو ستاينه وکړه چې د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې لپاره يې لوړې تکنولوژۍ او عصري اداره لرونکی لارښوونکی سيستم جوړ کړی او په ډاډمنه توګه د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره يې ډېر کوششونه کړي دي.