د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال د لېږدونې فعاليت په يان بيان سيمه کې پيل شو.
cri (GMT+08:00) 2008-07-16 16:57:15
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال د لېږدونې فعاليت د جولای د څوارلسمې نېټې له غرمې وروسته په دوو بجو د چين د جي لين ولايت د يان بيان د کوريا قوم د خپلواکې سيمې په مرکز يان جي ښار کې پيل شو.
په دغه ښار کې د سپېڅلي مشال د لېږدونې فعاليت د يان بيان پوهنتون په سپورتي ډګر کې پيل شو چې د مشال لېږدونې د اوټن اوږدوالی يې اووه اعشاريه اته کيلومتره دی او يو سل او اته اتيا تنه لېږدونکي په کې ګډون کوي.