برازيل په اولمپيک سپورتی لوبو کې د ګډون کوونکيو د هڅونې يوه غونډه جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-16 21:21:44

ګرانو اوريدونکيو، د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو د رارسيدو له امله د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي اوس په دغو لوبو کې د ګډون لپاره چمتو دی . برازيل چې په ٢٠١٦ کال د اولمپيک سپورتی لوبو د کوربنۍ غوښتونکی دی. د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو ته په درنه سترګه ګوري او په ٣١ لويو لوبو کې به د ګډون لپاره ٢٧٢ لوبغاړي ولېږي چې دغه شمېر د اولمپيک په پخوانيو سپورتی لوبو کې د دغه هېواد د ګډون کوونکيو د شمېر په پرتله ډېر زيات دی.

د جولاۍ په ٤ نېټه د برازيل ولسمشر لولا چې ټاکل شوی د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو په پرانيستونکيو مراسمو کې ګډون وکړي، له ځينو لوبغاړيو سره وکتل چې په دغو لوبو کې به برخه واخلي.هغه په دغو لوبو کې د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره دغه لوبغاړي پر زيارکښلو وهڅوي.هغه زياته کړه (اواز..............) د بېجينګ په اولمپيک په سپورتی لوبو کې ستاسو برياليتوبونه له زياتو عواملو سره تړاو لري چې لومړی يی د کورنيو غړيو ملاتړ او دوهم يی خپل کوششونه او ښه روحيی حالت دی ، تاسې ټول په دغو لوبو کې د ګډون په ترڅ کې د سيالانو، کورنيو غړيو او عامو افکارو له فشارونو نه ويريږي.

د برازيل د سپورتی چارو وزير اولادو د دغه هېواد پر پلاوی او د دوی پر برياليتوب باندی باور لري .هغه وويل (اواز.............) زه باور لرم چې د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبې به داسې سپورتی لوبې وي چې د برازيل سپورتي پلاوی به پکې لازيات ميډالونه تر لاسه کړي. که څه هم د اولمپيک کميټې مشر داسې انديښنه لري

چې د ميډالونو شمېر لږ دی، خو زه پر دی باور لرم چې د برازيل لوبغاړيو د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو پوره تخنيکی تياريانی کړې او روزونکيو هم خپل کوششونه کړي دي. سربېره پردی مونږ به دغو لوبو ته تر ټولو لوی پلاوی وليږو چې په تاريخ کې ساری نه لري، باور لرو چې زمونږ لوبغاړي لازيات ميډالونه تر لاسه کړي.

د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو کې د برازيل ګډون کوونکيو لوبغاړيو شمېر په تېرو سپورتې لوبو کې د ګډون کوونکيو شمېر په پرتله ډېر زيات دی چې ٢٧٢ تنه لوبغاړي ټاکل شوی دی.د برازيل پلاوی مشر ماګوس زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل(اواز..............) د ميډالونو تر لاسه کولو لپاره څرګنده موخه نه ده ټاکل شوې.خو هر لوبغاړی توان لري چې ميډالونه هم تر لاسه کړي ، ځکه مونږ نه غواړو چې پرهغوی فشارونه واړوي.د موخې ټاکلو په برخه کې زمونږ پلاوی له نورو پلاويو سره توپيرونه لري.خو زمونږ لوبغاړي به د ښو پايلو تر لاسه کولو لپاره د چين په هانکانګ او مکاو کې اړوند روزنه تر سره کړي او هيله لرو چې د تېرو سپورتی لوبو په پرتله د بېجينګ په اولمپيک سپورتی لوبو کې تر لاسه شوې پايلې لا ښې وي.

که څه هم د دغه هېواد ولسمشر او د سپورت وزير پر لوبغاړيو باندی فشارونه نه راوړوي، البته هر لوبغاړی په دغو لوبو کې د خپل ګډون لپاره کوشش کوي. ښاغلی ديګو پيلاس په برازيل کې د لامبو وهلو يو مشهور لوبغاړی دی چې تېر کال يې د پان امريکا په سپورتی لوبو کې اته ميډالونه تر لاسه کړل او د تېر کال په نوامبر کې يې د دوه سوه مترو په اوږدوالی د لامبو وهلو په ګډه لوبه کې نړيوال ريکارډ ماتکړ.هغه زمونږ له خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل اوس مهال د اولمپيک سپورتی لوبو لپاره چمتوالی په وروستی پړاو کې دی ، نو عمده کار مو د خپل ښه حالت ساتل دی.هغه زياته کړه چې د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو ته ډېرې هيلې لري.

د ښاغلی ديګو په شان د برازيل زيات لوبغاړي دغو لوبو ته ډېرې هيلې لري.د برازيل پلاوی مشر ماګوس په تېرو دريو کلونو کې له چين څخه څلور ځله ليدنه کړې او د بېجينګ، هانکانګ، چينګ داو او شن يانګ په شمول يو شمېر ښارونو کې د اولمپيک له تاسيساتو څخه ليدنه وکړه .د ده ارزونه لوړه ده.هغه وويل(اواز............)

مونږ له لوبغاليو او د لوبغاړيو له کلی څخه ليدنه وکړه . د اولمپيک کلی د ديزاين په برخه کې خپلۍ ځانګړتياوې لري.د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو تشکيلاتی کميټې د يو لړ لوبغاليو د تر سره کولو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه کړي د بېلګی په توګه دولتی سپورتی ډګر او د لامبو وهلو دولتی مرکز. مونږ له دی امله دوی ته مبارکی وايو.دوی به هرو مرو يو ډول بريالۍ سپورتي لوبې ترسره کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040