د لياو نينګ ولايت په شن يانګ ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت پای ته ورسېد
cri (GMT+08:00) 2008-07-17 17:28:39
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په اوولسمه نېټه په لياو نينګ ولايت کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو د لومړۍ ورځ فعاليت پای ته ورسېد.
په دغه ولايت کې د مشال ليږدولو لومړی ځای د دغه ولايت مرکز شن يانګ ښار و چې د اولمپيک لوبو يو همکار ښار هم دی او د فوټبال يو شمېر سيالی به هلته تر سره شي.
په شن يانګ ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو لارې اوږدوالی لس اعشاريه څلور کيلو متره و او دوه سوه او يو څلويښت تنه ليږدونکيو پکی ګډون وکړ.