د مکاو د ځانګړی ادارې سيمې حکومت د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک سپورتی لوبو د ملاتړ لپاره بسپنه ور کړه
cri (GMT+08:00) 2008-07-18 12:41:54
د چين د مطبوعاتی اژانس د خبر له مخی د مکاو د ځانګړې ادارې حکومت سيمې په بېجينګ کې د معيوبينو د اولمپيک سپورتی لوبو د ملاتړ لپاره د چين د اولمپيک سپورتی لوبو تشکيلاتی کميټې او د چين د معيوبينو ټولنې ته ١٥ مليون يوانه بسپنه ور کړه.
د مکاو د ځانګړی ادارې سيمې حکومت د ټولنيز کلتور څانګې مشر چوي شی ان د مکاو د حکومت مشر هه هو هوا په سپارښتنه په وروستيو ورځو کې بېجينګ ته ولاړ او د مکاو د حکومت په استازيتوب يې نوموړو دوو موسسو ته بسپنه ور کړه.